د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۰

کابل کې د فوټسال روزونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شوی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، په کابل کې یې د فوټسال د روزونکو د ظرفیت لوړونې په هدف روزنیز ورکشاپ پیل کړی.

د دې فدراسیون ویاند فیروز مشهوف نن پنجشنبه (د وري ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه روزنیز ورکشاپ چې نن پیل شوې هدف یې د روزونکو لپاره د سیالیو پرمهال د لوبڅارۍ نوي طریقو ښودنه او ظرفیت لوړونه ده.

د هغه په خبره، په دې ورکشاپ کې ۲۶ روزنکي ګډون لري چې د افغانستان د فوټسال برخې روزونکي د عبدالرازق ممرک او د فوټسال نړېوالو روزونکو په لارښوونه پرمخ وړل کېږي.

د افغانستان د فوټبال فدارسیون وايي، دغه ورکشاپ د یوې اوونۍ لپاره دوام کوي چې په پای کې به ټولو ګډونوالو ته د روزونکو تصدیق پاڼې هم ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG