د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

له قرنطین نه تېښته؛ د ناروې یو تبعه خپل منزل ته ونه‌رسېد


ارشیف
ارشیف

د ناروې یو تبعه د اوونۍ په پيل کې له سویډنه د دنګو واورینو غرونو له لارې خپل هېواد ته په سکي مزل پيل کړ.

دی نه قاچاقي روان و، نه‌یې څه تښتولي و، خو ده دا خطرناکله لار د دې لپاره انتخاب کړې وه چې د هوټل له قرنطینه ځان وساتي.

تروند هیلګه رونینګ د نورشکي فولکیلب ژغورنې مؤسسې غړي فرانس پرس اژانس ته وویل چې دې سړي غوښتل ناروې ته راشي، خپل اسناد واخلي بېرته سویډن ته ستون شي، ځکه چې دی هلته په یوه ساختماني پروژه کې کار کوي، خو د دې لپاره چې د کرونا له قرنطینه ځان وساتي غوښتل یې د غرونو له لارې واوړي چې څوک خبر نه‌شي.

له سویډن سره پر پوله د ناروې د تیدال په نوم کلي کې د ژغورنې مؤسسې دې غړي زیاته کړه چې دې کس باید ټوله ۴۰ کیلومتره لاره وهلې وی، خو ده چې کله د شنبې په ماښام ۲۵ کیلومتره لار په سکي ووهله، په خرابه هوا کې ګېر شو.

د رونینګ په وینا لومړی دا سړی یوه تن چې هوسیو ته خواړه ورکوي وژغوره، بیا یې دوو کب نیونکو ته وسپاره او وروسته ژغورونکي راورسېدل. ده زیاته کړه چې دا کس لوند خیشت و، پوړېده او ویل یې چې له کوم ځایه راتېرېده ډير خطرناکه و، غرونه‌یې جګ و.

وروسته تر دې چې ژغورونکو دا کس پولیسو ته وسپاره، پولیسو فرانس پرس اژانس ته وویل، دا کس باید د کرونا منفي ټسټ ولري، کنه ۱۰ ورځې باید په قرنطین کې تېرې کړي، خو دی په قهر و، غالمغال‌یې کاوه، بخښنه‌یې نه‌غوښته.

XS
SM
MD
LG