د جرمني د احصائیو مرکز وايي، دا هېواد د کرونا وبا له کبله په تېرو ۳۰ کلونو کې د بودجې تر ټولو له ستر کسر سره مخامخ شوی دی.
د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۱ م کال کې د جرمني د عمومي بودجې کسر نږدې ۲۲۵ ملیارده ډالرو ته رسېدلی دی.
دا د ختیځ او لوېدیځ جرمنیانو له یوځای کېدو راوروسته د جرمني په تاریخ کې د بودجې تر ټولو زیات کسر دی.