د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

ترکیې سره اړیکې؛ د اروپايي شورا رئیس او د اروپايي کمېسیون مشره انقرې ته ځي


د اروپايي شورا رئیس شارل مېشل او د اروپايي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین
د اروپايي شورا رئیس شارل مېشل او د اروپايي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین

د اروپايي ټولنې دوه جګپوړي چارواکي له ترکیې سره د اروپايي ټولنې د اړیکو د ښه کولو د هڅو په ترڅ کې انقرې ته ځي.

د اروپايي شورا رئیس شارل مېشل او د اروپايي کمېسیون مشره اورزولا فون دیرلاین به نن سې شنبه (د وري ۱۷مه) په انقره کې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري او د انقرې لپاره د اقتصادي او ډیپلوماټیکو لاسته راوړنو د لرلید په اړه خبرې وکړې.

دا لیدنه د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د غیرقانوني کډوالو او ځینو نورو مسایلو پر سر له څو کلونو اختلاف وروسته د اړیکو د ښه کولو هڅه ده.

د اروپايي ټولنې مشرانو تېره میاشت له ترکیې سره د همکاریو د بیا پیل پر یوه پلان موافقه وکړه، خو اروپايي چارواکي وايي، دې برخه کې پرمختګ په دې پورې اړه لري چې ولسمشر اردوغان څومره پر خپلې هغې ژمنه عمل کوي چې تل وايي، د دواړو خواوو په اړیکو کې به یوه نوې پاڼه واړوي.

انقرې پر بروکسل فشار راوستی چې هغه موافقه له سره نوې کړي چې له مخې اروپا ته له ترکیې د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي بدل کې له انقرې سره د میلیارډونو ایرو مرستې ژمنه شوې ده.

شارل مېشل او اورزولا فون دیرلاین به په انقره کې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري
شارل مېشل او اورزولا فون دیرلاین به په انقره کې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري

دواړه لوري یو بل له دغې موافقې په سرغړونه تورنوي. ترکیه وایي، اروپایي ټولنې ټولې هغه مالې مرستې نه دي ور رسولې چې ژمنه یې کړې وه، خو بروکسل ټینګار کوي چې انقره دې هغه کډوال بېرته ومني چې دا ټولنه یې بېرته ترکیې ته استوي.

اروپایي ټولنه دغه راز له ترکیې غواړي چې د لیبیا، سوریې او نګورنو قره باغ د کړکېچونو په هواري کې خپل مثبت رول ولوبوي.

بل د اختلاف ټکی په مدیترانه سمندرګي کې د ترکیې له خوا د تیلو او ګازو د پلټنو پر هڅو څرخي.

اوس مهمه پوښتنه دا ده چې ایا ترکیه به د مدیترانې سمندرګي په ختیځ کې د ګاز د پلټنو پر سر د رامنځته شوي کړکېچ د کمولو هڅې ته دوام ورکړي او که نه؟

د اروپايي ټولنې او انقرې په اړیکو کې کړکېچ وروسته له هغه لا زیات شو چې ترکیې تېره میاشت د مدیترانې په دې برخه کې چې د اروپايي ټولنې غړي یونان او قبرس هم دعوه پرې لري، د خپلو پلټنو د ملاتړ په هدف سیمې ته یوه جنګي بېړۍ واستوله.

XS
SM
MD
LG