د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

هشت صبح: د افغان سولې لپاره لا هم د استانبول غونډې پر جوړېدو شکونه شته


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپانو په خپلو ګڼو کې د ترکیې استانبول ناستې ته د چمتوالي او د دغې ناستې د احتمالي ځنډېدا په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، ټاکل شوې چې د ترکیې استانبول ناسته د اپرېل په ۱۶ مه جوړه شي، خو احتمال هم شته چې دغه ناسته په يادې نېټې ترسره نه شي.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې طالبانو تر اوسه په غوڅ ډول په یادې نېټې په ناسته کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي او له څو ورځو راهیسې په دې اړه د دوی ترمنځ خبرې روانې دي، خو لا وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

په سرمقاله کې راغلي، امریکا هڅه کوي، وړاندې له دې چې له طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي د افغانستان په اړه په استانبول ناسته کې د سولې لار نقشه جوړه او مهمې پرېکړې په کې وشي.

دا چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو او امریکا لپاره په جدي مسئله بدله شوې، د ورځپاڼې په باور امریکا هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل پوځي حضور تمدید کړي، طالبانو سره دغه خبره شریکه شوې او طالبانو د تمدید په بدل کې د خپلو ۷ زرو بنديانو د خلاصون شرط مطرح کړی، هغه څه چې افغان حکومت به یې ونه مني.

په سرمقاله کې یادونه شوې، ټاکل شوې وه چې د استانبول برخلیک ټاکونکې ناسته د مارچ په ۲۷ جوړه شوې وای، خو د ناسم چمتوالي له امله دا ناسته اپرېل ته وځنډېدله، خو لا هم د جوړېدا په اړه يې شکونه موجود دي.

ورځپاڼه لیکلي، د ناستې پر وړاندې، تر ټولو مهم خنډ دا دی چې د امریکا او طالبانو تر منځ د ځواکونو د وتلو په تړاو لانجه نه ده هواره شوې، تاوتریخوالی لا هم روان دی.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بيا د طالبانو له خولې لیکلي چې امریکایان باید هوکړه عملي کړي او تر مې میاشتې دې ځواکونه له افغانستانه وباسي،

د ليکوال په خبره په دې ډول د طالبانو او امریکایانو تر منځ یوه لانجه را پورته شوې ده، که دا لانجه حل نه شي، نو د ترکیې غونډه به یا وځنډېږي او یا به هم بریالۍ نه وي.

د لیکوال په اند بله لویه ستونزه دا ده چې لاهم حکومت او سیاسي اړخونه دې غونډې ته تیار نه دي، اجنډا معلومه نه ده او ان دا هم معلومه نه ده چې په دې غونډه کې به له کابله څوک ګډون کوي او د پلاوي ترکیب به څه ډول وي؟

د سرمقالې په پای کې راغلي، دغو ستونزو ته په پام سره نه ښکاري چې د ترکیې غونډه دې د اپرېل په ۱۶مه وشي.

د لیکوال په باور که وشي هم، نو د امریکا په ډېر فشار او زور به شوې وي او په طبیعي ډول به یوه داسې غونډه وي چې ټول اړخونه امریکا په زور را ټول کړي وي او هرڅه به د امریکا په خوښه مخ ته ځي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپانې لیکلي، لاهم معلومه نه ده چې د ترکیې استانبول ناسته به په ټاکلي وخت وشي که نه، خو هغه څه چې ښکاره ده، هغه دا ده چې حتمن به افغان حکومت طالبان او نورې سیاسي ډلې په ناسته کې هوکړې ته رسېږي.

په سرمقاله کې یادونه شوې چې لاهم د افغان حکومت، د ملي مصالحې عالي شورا او سیاستوالو ترمنځ ناسته ته د سولې د یوې واحدې طرحې په اړه د نظر اختلاف شته.

ورځپاڼې ټينګار کړی چې په کور دننه باید د طرحې په اړه ټول سره یوه خوله شي.

XS
SM
MD
LG