د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

کرونا؛ پېښور کې د ښوونېزمرکزونو د تړلو په غبرګون مظاهره شوې


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د پاکستان د خېبر پښتونخوا ایالت مرکز پېښور کې پرون دوشنبې(د وري ۱۶مه) د یوې مظاهرې شاهد و.

د ښوونکو او د خصوصي ښوونځیو د مسولینو له خوا دغه مظاهره د حکومت د هغې پریکړې په اعتراض کې وشوه چې په دې ښار کې یې د ښوونې مرکزونه تړلي دي.

د ازادي راډیو د انګریزې ژبې ګندهارا وېب‎پاڼې د راپور له مخې معترضانو د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د ښوونې مرکزونه بېرته پرانېزي.

د پاکستان حکومت په مارچ میاشت کې پرېکړه وکړه چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر دې په دې هېواد کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو په ګډون د زده کړو ټول مرکزونه تر ثانوي امر پورې تړلي وي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د تېرې چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې هېواد یې د کرونا د ویروس له درېیمې څپې سره مخامخ دی.

په دې هېواد کې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۴ زره او ۳۲۳ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي او د رسمي شمېرو له مخې پر دې ویروس د اخته شوېو کسانو شمېر له ۶۲۹ زره کسانو اوښتی. څلور زره او ۸۲۱ کسان هم ترې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG