د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۰

جرمني او فرانسې د کرونا ضد واکسین چارې ګړندۍ کړې

جرمني کې د کرونا ویروس ضد واکسین د ترلاسه کولو لپاره په کتارونو کې ولاړ خلک
جرمني کې د کرونا ویروس ضد واکسین د ترلاسه کولو لپاره په کتارونو کې ولاړ خلک

د اروپا دوو هېوادونو جرمني او فرانسې د کرونا ضد واکسین چارې ګړندۍ کړې دي.

په جرمني کې د واکسین هغه لومړني مرکز ۲۴ ساعته فعالیتونه پيل کړل چې د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو له‌خوا یې چارې سمبالېږي.

د جرمني د دفاع وزیر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په لیبخ ښار کې پراته دغه مرکز کې یې ۱۱۰ سرتېري په دنده ګمارلي چې په درېیو شفتونو کې کار کوي.

په فرانسه کې بیا یو لوی سټدیوم په همدې موخه د ایستر یا د عیسویانو د اختر په رخصتیو کې هم پرانیستی و چې شاوخوا نهه زره کسان‌یې واکسین کړل.

د راپورنو له مخې، زرګونه کسان د دغه ستډیوم مخې ته په کتارونو کې ولاړ و چې د کرونا واکسین وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG