د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

هند کې د کرونا بې‌سارې پېښې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۰۳ زرو زیات کسان اخته شوي


هند کې د کرونا ویروس له امله مړ شوی کس
هند کې د کرونا ویروس له امله مړ شوی کس

په هند کې نن د کرونا ویروس ورځنۍ پېښې د دغې وبا له پیل راهیسې تر ټولو لوړې ښودل شوې دي.

اسوشیټډ پرس خبري اژانس د هند د روغتیا وزارت په حواله ویلي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ۱۰۳ زره ۵۵۸ مثبتې پېښې ثبت کړي چې تر اوسه بې‌ساري دي.

له دې وړاندې تېره سپټمبر میاشت کې په یوه ورځ نږدې ۹۸ زره پېښې ثبت شوې وې.

اوس په تر ټولو ډېر ځپل شوي ایالت ممبی کې چارواکي د ویروس د مخنیوي لپاره د سوداګریزو ځایونو او عبادت‌ځایونو بندول بیا پيلوي.

هند تر اوسه د خپل نږدې ۱،۴ میلیارده وګړو له ډلې څه باندې ۷۶ ملیونه واکسین کړي دي.

دې ډله کې نږدې ۱۰ ملیونو دوه دوزه او نورو یو دوز واکسین لګولی دی.

XS
SM
MD
LG