د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۴۳

د اردن د پاچا میرنی ورور او پخوانی ولیعهد کورني حبس ته واچول شو


د اردن د پاچا عبدالله ثاني بن حسین میرنی ورور او پخوانی ولیعهد شهزاده حمزه

د اردن د پاچا عبدالله ثاني بن حسین میرنی ورور او پخوانی ولیعهد شهزاده حمزه د هېواد د بې‌ثباتۍ د هڅو په خاطر کورني حبس ته واچول شو.

شهزاده حمزه بن حسین له څو نورو کسانو سره په ګډه په دې تورن شوی چې د هېواد د بې‌ثباتۍ لپاره‌یې له بهرنیانو سره اړیکې درلودې.

د اردن د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ایمن‌الصفدي یکشنبه وویل چې له شهزاده حمزه نه له یوې مودې راهیسې پوښتنې روانې دي.

دی زیاتوي: "د اردن پوځ، عرب ځواکونو، عامه استخباراتو او امنیت ادارو په یو لړ بشپړو څېړنو کې د شهزاده حمزه بن حسین، شریف حسن بن زید، بسیم ابراهیم اوادالله او ځینو نورو فعالیتونه او حرکات په اوږدمهال کې وکتل چې د هېواد ثبات او امنیت هدف ګرځوي. په څېړنو کې ځینې مداخلې او اړیکې وڅارل شوې چې په‌کې له بهرنیو ډلو سره زموږ د با ثباته اردن د امنیت د لړزولو په هدف د اقداماتو د ترسراوي د مناسب وخت په اړه خبرې کېدلې."

د اردن د صدراعظم مرستیال او بهرنیو چارو وزیر ایمن‌الصفدي
د اردن د صدراعظم مرستیال او بهرنیو چارو وزیر ایمن‌الصفدي

د اردن د صدراعظم مرستیال او بهرنیو چارو وزیر ایمن‌الصفدي وویل چې دا طرحې په بطن کې شنډې شوې، خو شهزاده حمزه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اردن مشرتابه په فساد او بې‌کفایتي تورنه کړې ده.

له دې مخکې د هغه مور ملکه نور حسین په خپل زوی باندې لګېدلي تورونه بې‌ځایه بللي دي.

هغې په خپل ټویټ کې زیاته کړې چې "دعا کوي د دې شریرې افترا د ټولو بې‌ګناه قربانیانو په اړه حق او عدالت ټینګ شي."

د اردن اکثرو ګاونډیانو او ملګرو هېوادونو تر دې پېښې وروسته له پاچا عبدالله ثاني څخه ملاتړ ښودلی دی.

المغرب سلطنتي دیوان اعلامیه ورکړې چې د دغه هېواد پاچا محمد شپږم له پاچا عبدالله سره په ټیلیفون غږېدلی.

د امریکا متحده ایالاتو هم یوه اعلامیه ورکړې او ویلي یې دي چې پاچا عبدالله د امریکا یو اصلي شریک دی او د امریکا له بشپړ ملاتړ برخه‌من دی.

د اردن پاچا عبدالله
د اردن پاچا عبدالله

شاوخوا دری زره امریکايي سرتېري په اردن کې دېره دي.

د اسرائیل دفاع وزیر بیني ګانتز هم ټینګار کړی چې پاچا عبدالله د دغه هېواد له ستراتېژیکو ملګرو دی او وروستۍ رامنځته شوې قضیه د اردن کورنۍ موضوع ده.

پاچا عبدالله ثاني بن حسین د خپل پلار حسین بن طلال تر مړینې وروسته په ۲۰۰۴ کال کې شهزاده حمزه له وليعهدۍ لیرې کړ.

روېټرز خبري اژانس د چارواکو په حواله وايي چې ځیني مهم سیاسي مخالفان له شهزاده حمزه سره یو شوي و چې دا کار پر پاچا ښه نه‌لګېده.

ځیني سیاستوال بیا باوري دي چې شهزاده حمزه په زور غلی شو او داسې ګواښ هم د ده له خوا چا ته متوجې نه‌و ځکه د اردن شاهي پوځ په ټول ځواک د پاچا عبدالله تر شا ولاړ دی.

XS
SM
MD
LG