د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

د وجدان نړیواله ورځ؛ رښتینې او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره د یو بل منل حتمي دي


ارشیف، د سولې پيغام لېږدوونکې کوترې
ارشیف، د سولې پيغام لېږدوونکې کوترې

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، که د ټولو وګړو چارې او کړنې د عدالت او بشري حقونو د ارزښتونو په رڼا کې ترسره شي، نو فردي او جمعي وجدانونه به په خپله د سولې لوری خپل کړي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي د اپرېل ۵مې نېټې ته په اشارې چې د وجدان له نړیوالې ورځې سره برابره ده وايي، رښتینې او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره د یو بل منل حتمي دي.

دا ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې لا هم افغانستان له بېلابېلو بې‌عدالتیو، نا امنیو او مخ پر زیاتېدونکي تاوتریریخوالي سره مخامخ دی.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د سولې د ټینګښت او د بشري حقوقو د خوندیتوب لپاره د فردي او ټوله‌ییزو وجدانونو راويښېدل او سم لوري ته‌يې سمول مهم دي.

د دغه کمېسیون مرستیال نعیم نظري وايي، د ټولو وګړو چال چلند باید د ډیموکراسۍ، عدالت، د یو بل منلو او د متقابل درناوي پر بنسټ وي چې همدا اصل بیا کولای شي افغانان رښتینې سولې ته ورسوي.

ښاغلی نظري زیاتوي: "اندونه او کړنې باید د عدالت، ډیموکراتیکو او بشري ارزښتونو په رڼا کې وي ترڅو فردي او ټوله‌ییز وجدانونه د سولې په برخه کې ټکان وخوري او یوې تل‌پاتې سولې ته مو ورسوي."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري

ښاغلی نظري وايي، سوله په اصل کې د مینې، د ویښ وجدان او د ټولنو د وګړو ترمنځ یو بل ته د متقابل درناوي یو بل نوم دی چې باید د دغه فکر د ترویج په برخه کې اساسي ګامونه پورته شي.

په ورته وخت کې مدني فعاله مونسه مبارز وايي، پیاوړي هېوادونه او سازمانونه په ځانګړې توګه ملګري ملتونه دې په هغه هېوادونو کې چې جګړې ځپلي، د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګښت لپاره کار وکړي.

دا وايي: "په انساني ټولنه کې د وجدان بحث ډېر مهم دی، که هر ځای اباد او ودان وي پرته له شکه چې هلته به د حاکمو رهبرانو وجدانونو د خپلې ټولنې لپاره هڅې کړې وي، خو له بده مرغه په جګړه‌ییزو ځایونو کې هغه وجدانونه حاکم دي چې ډېر کمزوري عمل کوي."

اغلې مبارز ټینګار کوي په هغه هېوادونو کې چې پرمختګ شوی د پاک او رښتیني وجدان د رهبرۍ ثمره ده.

د اپرېل ۵ مه چې د وجدان له نړېوالې ورځې سره برابره ده، د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د وګړو چال چلند، ټولنیز ګډون، د بیان او ازادۍ اصل، ټولنیز عدالت او په ټوله کې د ډیموکراسۍ اساساتو ته په پام نمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG