د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۰:۰۰

د ارجنټاین ولسمشر د کرونا ټېسټ پایله مثبته راوتلې


د ارجنټاین ولسمشر البرتو فرناندیز

د ارجنټاین ولسمشر البرتو فرناندیز چې د کرونا ویروس پر ضد واکسین شوی و، وايي چې د کرونا د ټېسټ نتیجه یې مثبته راوتلې ده.

فرناندیز نن شنبه (د وري ۱۴مه) پر ټویټر ولیکل چې له ۳۷،۳ درجې تبې او لږ سرخوږي وروسته یې انټي جن ټېسټ وکړ چې نتیجه یې مثبته وه.

هغه زیاتوي چې اوس د کرونا پر ضد د پي سي ار د ټېسټ نتیجې ته سترګې په لاره دی او وايي چې که څه هم صحي حالت یې ښه دی، خو د احتیاط لپاره اوس مهال په قرنطین کې دی.

د ارجنټاین ۶۲ کلن ولسمشر د روان کال په پیل کې د روسیې ساخت سپوټنیک وي واکسین کړی و.

XS
SM
MD
LG