د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

امریکا د روسیې د دفاعي صنعت پر یوه مشر د پټو معلوماتو د غلا تور لګولی


د روسیې د دفاعي صنعت مشر الکساندر کورشونکوف
د روسیې د دفاعي صنعت مشر الکساندر کورشونکوف

د روسیې د دفاعي صنعت یو مشر چې ادعا کېږي استخباراتي مامور هم دی، د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې 'اېف.بي.ای' له لوري د امریکا له یوې هوايي کمپنۍ څخه د تجارتي اسرارو د پټولو د ادعا په خاطر په تور لېست کې شامل شو.

'اېف.بي.ای' پرون جمعه(د وري ۱۳مه) پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ۵۸ کلن الکساندر کورشونکوف د نیولو هڅه کوي او پرده شک دی چې له کمپنۍ څخه یې د روسیې په ګټه د تجارتي اسرارو د غلا کولو دسیسه کړې ده.

'اېف.بي.ای' وايي، کورشونکوف د روسیې په یوناټېد انجن کمپنۍ کې چې د الوتکو یوه دولتي کمپنۍ ده، کار کاوه او د دې ترڅنګ یې د روسیې د بهرنیو استخباراتي خدماتو لپاره د استخباراتي مامور په توګه دنده لرله.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو اداره وايي، یونایټېډ انجن کمپنۍ په ۲۰۰۹ میلادي کال کورشونکوف د خرڅلاو او بازار موندنې رئیس وګوماره.

د ده دنده دا وه چې د لوېدیځ د الوتکو شرکتونه وهڅوي چې له یوناټېډ انجن کمپنۍ سره کار وکړي چې د روسیې هوايي ټکنالوژي وده وکړي.

اېف بي ای
اېف بي ای

'اېف.بي.ای' دا هم ویلي چې کورشونکوف د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د امریکا د الوتکو له شرکتونو څخه د پټو معلوماتو د غلا کولو هڅې کړي او همدا راز یې د هوايي صنعت امریکايي انجینران د روسیې د پي ډي ۱۴ ایرو انجن د بیا ډیزاین کولو لپاره کرایه کړي دي.

خو د کورشونکوف مدافع وکیل تاس خبري اژانس ته ویلي، مؤکل یې د ۲۰۲۰ په دوبي کې د روسیې د پولیسو له لوري مسکو ته ستون کړل شوی.

د تاس اژانس پر اساس، روسي چارواکي وايي کورشونکوف یې د دې لپاره نیوه چې د درغلیو او جعلکاریو تورونو ته ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG