په امریکا کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له کموالي سره د دغه هېواد چارواکي وایي، دغلته کاري بوختیاوې زیاتې شوي دي.
له دې سره-سره د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن وایي، تر اوسه اوږده لاره مخکې ده.
د امریکا د کار وزارت پرون د جمعې(د وري ۱۳مه) په ورځ وویل، په تېره مارچ میاشت کې د وزګارۍ کچه شپږ فیصده کمه شوې او د همدې میاشتې ترپایه نهه لکه او شپاړس زره کسان استخدام شوي دي.
اوس په امریکا کې د کرونا ورځنۍ پېښې د میلادي کال د پيل د ورځو پرتله سمې نیمایي کمې شوي دي.
په متحده ایالاتو کې د کرونا ضد درې ډوله واکسین تصویب شوی او تر اوسه څه باندې ۹۹ میلیونه کسانو یو ډوز واکسین ترلاسه کړی دی.