د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

له ۷ کلونو وروسته له افغانستانه یوه ځوان هاروارډ پوهنتون ته لاره ومونده


مقتدر عمري
مقتدر عمري

که څه هم په افغانستان کې زده کړې په جګړه ییز چاپیریال کې ستوزمن کار دی، خو ځینې شته لکه مقتدر عمري چې د دغه هېواد نوې څېره نړېوالو ته وښیي.

هغه تازه هاروارډ پوهنتون ته د بورس له لارې بریالی شوی_هغه پوهنتون چې د نړۍ يو له غورو پوهنتونونو څخه دی.

نوموړی په داسې حال کې دغه پوهنتون ته بریالی شوی چې تېرو ۷ کلونو کې له افغانستانه دې پوهنتون څوک نه و بریالي شوي.

اتلس کلن مقتدر د کابل په افغان ـ ترک لېسه کې یې زده کړې پای ته رسولي او له خپلې اته کسیزه کورنۍ سره په کابل کې ژوند کوي.

هغه وايي: "د هغه بورس له لارې چې زه کوم پوهنتون ته بریالۍ شوی یم، هر کال ورته شااوخوا ۶۰ زره کسان نوم لیکنه کوي او د دې لپاره چې ورته نوملېکنه وکړې 'لوړو زدکړو د استعدادونو' په نوم یوه ازموینه ده چې معمولاً هر کال شااوخوا ۲ میلیونه کسان دغه ازموینه ورکوي چې ما له نېکه مرغه دغه بورس ترلاسه کړ، زه د'Political science and astronomy' یا د سیاسي علومو او نجوم څانګې ته بریالی شوی یم."

د هاروارډ پوهنتون
د هاروارډ پوهنتون

مقتدر د دې ترڅنګ چې د هاروارډ پوهنتون ته بریالی شوی ځینې نور فعالیتونه هم کوي چې په اړه یې داسې وايي: "د ښوونځي په دوران کې مې هم ځینې فعالیتونه کول لکه د "Talkscience"په نوم مې یو بنسټ جوړ کړی و، دې بنسټ کې له موږ سره شااوخوا ۲۵۰ کسان وو او هڅه مو کوله چې دوی د نړۍ له مشهورو پوهانو سره وصل کړو، د کرونا ویروس د عامه پوهاوي لپاره مو ډېر کمپاینونه وکړل، همدا راز مې د فزیک او کیمیا سیالیو کې د سرو زرو مډالونه هم ګټلي دي."

مقتدر وايي، افغانستان کې د'لوړو زده کړو د استعدادونو' د ازموینې لپاره اسانتیاوې نشته او بله د دې ازموینې د چمتوالي لپاره هغه کتابونه چې اړتیا ده هغه هم نشته او لاسرسی ورته سخت ده.

هغه وايي، همدا دلیل ده چې دغه پوهنتون ته د افغانانو جذب کم دی.

د امریکا هاروارډ پوهنتون چې په ۱۶۳۶ کال کې جوړ شوی دی د امريکا یو له پخوانیو پوهنتونو څخه دی.

له دې پوهنتونه د بارک اوباما، جورج ډبلیو بوش، جان ادامز، تنودور روزولت، رانکلین دلانو روزولت په څېر یو شمېر نورې هغه څېرې د فراغت اسنادونه ترلاسه کړي چې په نړېوال کچه یې د نوبل جایزې ګټلې.

هاروارډ پوهنتون په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د نړۍ په خصوصي پوهنتونو کې لومړۍ مقام واخېست.

XS
SM
MD
LG