د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

د امریکا روغتیايي چارواکو د کرونا د پېښو د زیاتېدو ګواښ کړی


امریکا کې یوه تن ته د کرونا ضد واکسین عملي کیږي
امریکا کې یوه تن ته د کرونا ضد واکسین عملي کیږي

د امریکا متحده ایالاتونو د سلو میلیونو کسانو د واکسین هدف ته نږدې کړی.

روغتیايي چارواکي بیا د کاروبارونو د بیا پرانېستلو له امله د کرونا د پېښو د زیاتېدو ګواښ ورکوي.

تر اوسه پورې ۹۹ میلیونه او شپږ لکه امریکایانو چې د دغه هېواد ۳۰ فیصده نفوس دی لږ تر لږه یو ډوز کرونا واکسین ترلاسه کړی دی.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز د راپور له مخې د اپرېل تر لومړۍ نېټې ۵۶ میلیونه کسانو ته د واکسین دواړه ډوزونه تطبیق شوي.

کله چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د جنورۍ په شلمه سپېنې ماڼۍ ته ننوت هدف یې وټاکه چې په کار په لومړیو سلو ورځو کې به سل میلیونه امریکایان واکسین شي.

د کرونا مدرنا او فایزر بیو ان تیک واکسینونونه دوه ډوزه تطبقیږي.

په یوه بل خبر کې د فایزر او جرمني ګډې کمپنۍ بیو ان ټیک شرکت ویلي چې د دوی واکسین د کووېډ- ۱۹ پر وړاندې ۹۱ فیصده موثر تمام شوی او ان د دواړو ډوزونو تر لګېدو ان شپږ میاشتې وروسته هم د سختې ناروغۍ مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG