د روغتیا نړیوال سازمان د روژې په میاشت کې په منځني ختیځ کې د کرونا ویروس په خپرېدو کې د زیاتوالي پر وړاندې خبرداری ورکړ.
د روغتیا د نړیوالې ادارې د ختیځې مدیترانې د سیمې مسوول احمد المَنزاري خبردای ورکړ چې د دې سیمې په ۱۴ هېوادونو کې حاضر دمه د کرونا پېښې او ورڅخه مړینې په زیاتېدو دي.
ده پرون په یوه خبري غونډه کې همدا راز وویل، حالات ښه شوي نه دي او په ډېرو هېوادونو کې وضعیت د خرابېدو لور ته روان دی.
مصر او په متحده عربي اماراتو کې دُبۍ اعلان کړی چې د روژې په میاشت کې به د ثواب لپاره مېلمستیاوې منع وي.
په اردن کې به په جوماتونو کې تراویح هم له دې کبله کېږي چې د شپې په مخه پر ګرځېدو بندیز لګول کېږي.