د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۵۱

نړۍ

پاکستان کې د ټیک‌ټاک اپلېکېشن پر کارولو بندیز لیرې شو

پاکستان کې پر یوه ټیلیفون د ټیک‌ټاک اپلېکېشن

د پاکستان چارواکو د ټیک‌ټاک اپلېکېشن پر کارولو بندیز لیرې کړ.

دغه چینایي اپلېکېشن له دې کبله په پاکستان کې منع شوی وو چې د چارواکو په خبره ناسم مطالب په‌کې خپرېدل.

په پېښور کې یوې محکمې نن د دغه ممنوعیت د لیرې کېدو اعلان وکړ او د رسنیو د تنظیم ادارې ته‌یې سپارښتنه وکړه چې په ټیک‌ټاک کې د غیر اخلاقي موادو د نه‌خپرېدو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

د پاکستان د مخابراتو ادارې یوه وکیل جهان زېب محسود وویل چې د ټیک‌ټاک شرکت ډاډ ورکړی چې مطالب به فلتر کوي.

سره له دې چې ټیک‌ټاک په ټوله نړۍ کې ځوانان مینه‌وال لري ، خو د دغه اپلېکېشن په اړه ارزونې هم په ډېرېدو دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا اندیانا ایالت کې  یوه وسله وال ۸ تنه په ډزو وژلي

ارشیف

امریکايي چارواکي وايي چې د اندیانا ایالت کې یوه وسله وال کس اته کسان په ډزو وژلي او څو نور یې ټپیان کړي دي.

پولیسو نن جمعه (د وري ۲۷مه) سهار وختي وویل، دا پېښه تېره شپه ناوخته د اندیانا پولیس نړیوال هوايي ډګر ته نژدې د فېډېکس د پوستې خدماتو په ودانۍ کې شوې ده.

دوی زیاتوي چې بریدکوونکي هم خپله ځان وژلی دی.

چارواکي وايي، لږترلږه څلور کسان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي چې د یوه حالت نازک دی.

د بريدکوونکي د هویت په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي او د پېښې علت هم نه دی معلوم.

امریکا پر لسګونو روسانو او شرکتونو نوي بندیزونه ولګول

ارشیف، د امریکا او روسیې ګډ بیرغونه

د امریکا متحده ایالاتو پر لسګونو روسانو او شرکتونو یې د پنجشنبې(د وري ۲۶مه) په ورځ نوي بندیزونه ولګول.

د ولسمشرجو بایډن ادارې د اعلان له مخې، دې بندیزونو کې له دې هېواده د لسو روسي ډیپلوماتانو ایستل شامل دي.

د دې اقدام دلیل هغه څه ښودل شوی چې دوی یې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د امریکا په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسیې مداخله بولي او هم دا د کرملین اړوندو هککرانو له خوا د امریکا پر دولتي تأسیساتو د برید غبرګون ښودل شوی.

سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې ولسمشر بایډن د دغو نوېو اجرایې تحریمونو فرمان لاسلیک کړی دی.

دا بندیزونه به د امریکا متحده ایالاتو او روسیې اړیکې نورې هم کړکېچنې کړي.

ویانا کې د ایران د اټمي موافقې د احیا کولو په اړه خبرې پای ته ورسېدې

ویانا

د ایران د اټمي تړون د بیا احیا کېدو په اړه خبرې د پنجشنبې(د وري ۲۶مه) په ورځ د اتریش په پلازمېنه ویانا کې پای ته ورسېدې.

ایران او د یاد تړون نورو لاسلیک کوونکو هېوادونو لکه بریتانیا، فرانسې، جرمني، چین او روسیې تېره اوونۍ دغه خبرې اترې رغوونکي بللې وې، خو د سې شنبه په ورځ د ایران له خوا په نطنز اټمي بټۍ کې تر ۶۰ سلنې پورې د غني شوېو یورانیمو د تولید اعلان د ویانا پرخبرو سیورۍ وغوړاوه.

په دې خبرو کې اروپایان د واشنګټن او تهران ترمنځ د ایران د اټمي تړون پرسر اختلافاتو له کبله منځګړیتوب کوي.

ایراني چارواکي وایي، دا اقدام یې په نطنز اټمي بټۍ کې د برید په غبرګون کې کوي،دوی په دې برید کې اسرائیل ښکېل بولي.

په ویانا کې تر دوو ساعتونو خبرو وروسته ډیپلوماتانو اعلان وکړ چې د دوی کاري ډلې به بحثونو ته دوام ورکړي چې څنګه کیدای شي امریکا پر ایران بندیزونه لېرې کړي او ایران د خپل اټمي پروګرام د محدودولو ژمنو ته بېرته را وګرځي.

د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې خپل هېواد د ایران له اټمي تړونه وایست او پر ایران یې له سره بندیزونه ولګول.

تهران په بدل کې د تړون له ژمنو ترشا شو.

ویانا کې د ایران د اټمي موافقې د احیا کولو په اړه خبرې بیا پیلیږي

ویانا

په پام کې ده چې د ایران د اټمي موافقې د احیا کولو په اړه خبرې نن پنجشنبه(د وري ۲۶مه) بیا د اتریش په پلازمېنه ویانا کې پیل شي.

د ایران او د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د نور لاسلیک کوونکو هېوادونو بریتانیا، فرانسې، جرمني، چین او روسیې استازو تېره اوونۍ هم غونډه وکړه. د دې غونډې ګډونوالو دا خبرې رغنده بللې وې.

نننۍ خبرې داسې مهال پیلېږي چې د ایران د اټمي پروګرام په اړوند نوې ستونزې رابرسېره شوې دي ایران وړمه ورځ اعلان وکړ چې د نظنز په اټمي تأسیساتو کې د برېښنا د پرچاوۍ په غبرګون کې د یورانیمو د غني کولو بهیر چټکوي.

تهران دا پېښه د ورانکارۍ عمل بللی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون وویل چې د یورانیمو د غني کولو اړوند اعلان دا شکونه رامنځ ته کوي چې ایا ایران د خپل اټمي پروګرام په اړه په خبرو کې جدي دی او که نه؟

بایډن او مېرکل: د اوکراین سرحد اوږدو کې د روسي ځواکونو کمول به کړکېچ کم کړي

ارشیف، د امریکا ولسمشر جو بایډن او د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل موافقه کړې چې د اوکراین د سرحد په اوږدو کې د روسیې د پوځي ځواکونو کمول به په سیمه کې د کړکېچ له کمېدو سره مرسته وکړي.

د جرمني د حکومت ویاند ستیفن زایبرت پرون د مېرکل او بایډن له ټیلیفوني خبرو وروسته وویل، دواړو مشرانو تأیید کړه چې د وضعیت د عادي کولو لپاره په‌کار ده له روسیې غوښتنه وشي چې د خپلو اضافي ځواکونو شمېر کم کړي.

پرون د اپرېل په ۱۴مه د امریکا دفاع وزیر روسیې ته خبرداری ورکړ چې په سیمه کې له پارونو لاس واخلي. لوېد استین د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر او د ناټو له عمومي منشي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: "موږ له روسیې غواړو چې له پارونو ډډه وکړي او د خپلو وروستیو فعالیتونو په اړه وضاحت ورکړي. موږ مخکې دا هم ویلي چې د اوکراین ارضي تمامیت ته باید درناوی وشي."

هغو تصویرونه، وېډیوګانې او نور معلومات چې په دې وروستیو کې خپاره شوي د اوکراین سرحد ته نږدې او د روسیې له‌خوا په ۲۰۱۴ کال کې د اشغال شوې کریمیا ټاپو وزمې پر لور د روسیې د پراخو پوځي جزوتامونو خوځښت ښيي.

امریکا پر یو شمېر روسي چارواکو او ادارو بندیزونه لګوي

د امریکا او روسیې ملي بیرغونه

په پام کې ده چې د امریکا متحده ایالات نن پر یو شمېر روسي چارواکو او ادارو بندیزونه ولګوي.

روېټرز او بلومبورګ د ځینو سرچینو له قوله چې هویت‌یې نه‌دی په ډاګه شوی، ویلي، دغه بندیزونه به پر شاخوا ۳۰ هغو ادارو ولګول شي چې تېر کال د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنې یا د امریکا د حکومت او لویو شرکتونو د کمپیوټرونو په هک کولو تورنې شوي.

په دغو بندیزونو کې به دغه‌راز د استخباراتي چارواکو په ګډون شاوخوا ۱۰ تنه هم په نښه شي.

د راپورونو له مخې تمه ده چې په دغه اقدام کې به ۱۰ روسي چارواکي او ډیپلوماتان هم له دې هېواده وایستل شي.

د ولسمشر جو بایډن ادارې له څو اوونیو راهیسې داسې نښې څرګندې کړې وې چې د روسیې سایبري حملو ته به سخت ځواب ورکړي.

د امریکا روغتیایي ډله: پر جانسن انډ جانسن واکسین نورې څېړنې ته اړتیا ده

د جانسن انډ جانسن کرونا ویروس ضد واکسین

د امریکا هغه روغتیایي مشورتي ډله چې د 'کووېډ-۱۹' په وړاندې یو شمېر کسانو ته د جانسن انډ جانسن د ورکړل شوي واکسین په اړه چې ایا هغه د وینې د غوټه کېدو سبب شوی که نه، څېړنه کوي، وایي مخکې له دې چې په دې اړه پرېکړه وکړي، نورې څیړنې ته اړتیا لري.

د دغې ډلې دا پرېکړه چې پرون چهارشنبه‌یې کړې، دا معنی لري چې په متحده ایالاتو کې به د جانسن انډ جانسن د واکسین بهیر ځنډول کېږي.

د امریکا دغې روغتیایي مشورتي ډلې دغه پرېکړه په یوه بېړنۍ غونډه کې یوه ورځ وروسته له هغې وکړه چې د امریکا د درملو د تنظیم ادارې سپارښتنه وکړه چې د دغه واکسین چې یوازې یو دوز خلکو ته ورکول کېږي، تطبیق دې د اوس لپاره ودرول شي.

تر اوسه په متحده ایالاتو کې د جانسن انډ جانسن واکسین اووه ملیون دوزه تطبیق شوی چې یوازې په شپږو کسانو کې د وینې د غوټه کېدو پېښې رامنځه ته شوې دي.

دغه کسان هم د ۱۸ او ۴۸ کلونو ترمنځ عمرونه لري.

د پاکستان حکومت پر 'لبیک تحریک' سخت‌دریځه اسلامي ګوند بندیز لګوي

پاکستان کې د 'لبیک تحریک' سخت‌دریځه اسلامي ګوند ملاتړي اعتراض کوونکي

د پاکستان حکومت وايي، پر هغه سخت‌دریځه اسلامي ګوند به بندیز ولګوي چې په دغه هېواد کې د فرانسې ضد مظاهرو له لارې تاوتریخوالو ته لمن وهي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید پرون (چهارشنبه) په اسلام‌اباد کې خبریالانو ته وویل، د پاکستان پر لبیک تحریک به د پاکستان د ترورېستي ضد قوانینو پر اساس بندیز ولګول شي.

ده زیاته کړه، پرېکړه‌یې کړې چې پر دې ډلې بندیز ولګوي ځکه چې نه‌غواړي چې د نړۍ په کچه یو سخت‌دریځی هېواد وپېژندل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا اعلان څو ساعته وروسته له دې وکړ چې امنیتي ځواکونو یې په اسلام‌اباد کې اعتراض کوونکي په زوره تیت پرک کړل.

د سې شنبې په ورځ له اعتراض کوونکو سره په نښتو کې د دوو پولیسو په ګډون ۵ تنه ووژل شول.

د ایران د یورانیمو غني کولو پر پرېکړې د جرمني، بریتانیا او فرانسې اندېښنه

د نطنز له اټمي بټۍ د ایران ولسمشر او یو شمېر چارواکو لیدنه

د ایران په اټمي موافقه کې درېیو شاملو هېوادونو جرمني، بریتانیا او فرانسې پرون (چهارشنبه) د ایران له لوري تر ۶۰ سلنې د یورانیمو د غني کولو او د پرمختللو سانترفیوزونو د کارولو پر پرېکړې سخته اندېښنه ښکاره کړه.

دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په دې پیمانه د یورانیمو غني کول د اټمي وسلې د جوړولو لور ته مهم ګام دی او له سوله‌ییزو هدفونو سره، سر نه‌خوري.

د ایران حکومت د نطنز په اټمي تأسیساتو کې له چاودنې دوه ورځې وروسته اعلان وکړ چې یورانیم تر ۶۰ سلنې پورې غني کوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې دا کار د نطنز د چاودنې په ځواب کې کوي.

عربستان: نړیواله ټولنه دې د ایران د اټمي وسلې جوړولو مخنیوي لارې چارې ولټوي

د ایران نطنز اټمي بټۍ کې سانترفیوزونه

سعودي عربستان پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د ایران له لوري د اټمي وسلې د جوړولو د مخنیوي لپاره لارې چارې ولټوي.

سعودي پرون (چهارشنبه) تر ۶۰ سلنې پورې د یورانیمو د غني کولو په اړه د ایران پر اعلان د اندېښنې د څرګندولو په ترڅ کې وویل، دا اقدام د سوله‌ییزو هدفونو له پروګرام سره سمون نه‌لري.

سعودي عربستان د ایران له حکومته په کلکه غوښتي چې د کړکېچ له زیاتولو ډډه وکړي او د سیمې امنیت او ثبات له خطر سره مخامخ نه‌کړي.

ای‌پي‌اېل؛ رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې سن رایزرس حیدراباد ته ماتې ورکړه

ارشیف، د هند د کرکټ غوره لیګ یا 'ای‌پي‌اېل' سیالیو کې د سن رایزر حیدراباد لوبډله

د هند د کرکټ غوره لیګ یا 'ای‌پي‌اېل' د سیالیو په دوام کې تېره شپه د بنګلور رایل چلېنجرز لوبډلې د سن رایزرس حیدراباد ته په ۶ منډو ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې راشد خان د تېرې مسابقې په شان بیا ښه وځلېد. ده په څلورو اورونو کې نه‌یوازې د خپل ټیم تر نورو لوبغاړو لږ منډې ورکړې، دوه لوبغاړي یې هم وسوځول.

راشد خان په بېټنګ کې سره له دې چې د لوبې په وروستیو شېبو کې میدان ته راووت، په ۹ توپونو ۱۷ منډې وکړې.

دا د سن رایزرس حیدراباد لوبډلې دوهمه ماتې ده.

پاکستان، جنوبي افریقا ته د کرکټ په درېیمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې ماتې ورکړه

ارشیف، د پاکستان کرکټ ټیم

پاکستان تېره شپه جنوبي افریقا ته د کرکټ په درېیمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې ماتې ورکړه.

سره له دې چې د جنوبي افریقا لوبډلې د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې پاکستان ته ۲۰۴ منډې هدف ټاکلی و، خو پاکستاني لوبغاړو یوازې د یوه لوبغاړي د سوځېدو په بدل کې دا هدف پوره کړ او مسابقه‌یې په ۹ وېکټونو او ۱۲ توپونو وګټله.

ایران: تر راتلونکې اوونۍ به خپل یورانیم تر ۶۰ سلنې بډای کړو

د نطنز له اټمي بټۍ د ایران ولسمشر او ځینو چارواکو لیدنه

ایران وایي تر راتلونکې اوونۍ پورې به تر ۶۰ سلنې د بډای شویو یورانیمو تولید پیل کړي.

دا خبره وروسته له هغه شوې چې د دې هېواد په نطنز اټمي بټۍ کې د تېرې اوونۍ چاودنې وروسته تهران پر اسرائیل تور ولګاوه چې دا برید هغوی کړی دی.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار په اداره کې د ایران استازي نن په یوه ټویټ کې ویلي چې هېواد به‌یې به نطنز کې یورانیم تر ۶۰ سلنې بډای کړي.

دا به تر ټولو لوړه درجه د یورانیمو بډاینه وي چې د ایران په اټمي پروګرام کې کېږي.

لا هم د اټمي وسلې د جوړېدو لپاره ایران اړتیا لري چې دغه یورانیم تر ۹۰ سلنې بډای کړي.

په اقلیمي چارو کې د امریکا ځانګړی استازی جان کري ن چین ته ځي

په اقلیمي چارو کې د امریکا ځانګړی استازی جان کري

په اقلیمي چارو کې د امریکا ځانګړی استازی جان کري نن چهارشنبه (د وري ۲۵مه) چین ته ځي، څو د نړیوال اقلیمي بحران په اړه له چینایي مشرانو سره خبرې وکړي.

دا سفر داسې مهال کېږي چې تمه ده د امریکا ولسمشر جو بایډن به راتلونکې اوونۍ د اقلیم په اړه د یوې انلاین سرمشریزې کوربتوب وکړي.

دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې کړې ده.

دغه اعلامیه زیاتوي چې په دې ترڅ کې به په نوومبر کې د چاپیریال په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۶مې غونډې پر چمتووالي هم بحث وشي.

جان کري وړاندې 'سي.اېن.اېن' خبري شبکې ته ویلي و چې د اقلیمې بحران سره د مبارزې برخه کې د چین همکاري یقیناً مهمه ده.

چین د پترولیم او سکرو د سوځولو له اړخه د نړۍ په سطح د کاربن ګاز تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی، امریکا په دې برخه کې په دوهم کتار کې راځي.

د امریکا د سنا جرګې د استخباراتو کمېټه استماعیه غونډه جوړوي

د امریکا سنا جرګه

د امریکا د سنا جرګې د استخباراتو کمېټه نن چهارشنبه(د وري ۲۵مه) د متحده ایالاتو ملي امنیت ته د ورپېښو ګواښونو په اړه استماعیه غونډه جوړوي.

ټاکل شوې غونډه کې د متحده ایالاتو امنیت ته د روسیې، ایران، چین او شمالي کوریا له خوا د شته ګواښونو په اړه خبرې وشي.

دا د ۲۰۱۹ میلادي کال له جنوري میاشتې راهیسې لومړی ځل دی چې د امریکا استخباراتي چارواکي یو ځای یوې غونډه کې راڅرګنديږي.

نننۍ غونډه کې د امریکا د مرکزي استخباراتو 'سي.ای.اې'، د فدرالي څېړنو د ادارې ' اېف.بي.ای' او د ملي او دفاعي استخباراتو مشران ګډون کوي.

سبا د اپریل په پنځلسمه د امریکا د استازو جرګې د استخباراتو کمېټه هم د ورته غونډې کوربه ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG