د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۴۲

افغان کرکټر نبي عیسی خېل تازه درجه بندۍ کې درېیم 'الراونډر' شو


افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل

د کرکت نړېوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې چې پرون چهارشنبه (د وري ۱۱مه) یې اعلان کړه افغان لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل د نړۍ له دوهم نمبر الراونډر څخه درېیم ځای ته راکښته شوی.

د نبي عیسی خېل څخه دوهم ځای د انګلستان لوبغاړي بین سټوکس خپل کړی، هغه د هند پر وړاندې یو ورځنیو لوبو کې په زړه پوري لوبې وکړې.

خو د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کې بیا محمدنبي لا هم د نړۍ لومړی نمبر الراونډر دی.

په نړېوالو شل اووریزو سیالیو کې بیا محمد نبي لومړی او شکیب الحسن دوهم ځای لري.

څو ورځې وړاندې هم په شل اووریزه سیالیو کې د توپ اچونکو درجه بندي اعلان شوه چې راشدخان له لومړي ځای څخه دوهم ځای ته راکښته شوی.

د راشدخان څخه لومړی ځای د سویلي افریقا سلو توپ اچونکي تبریز شمسي خپل کړی.

XS
SM
MD
LG