د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۱۹

کرونا؛ اوکراین کییف کې ښوونځي او وړکتونونه تړي


په کییف کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې او په دې ویروس د مړینو شمېر په ډراماتیکه توګه په زیاتېدو دی.  

د اوکراین چارواکي وايي، دوی به په پلازمېنه کییف کې له را روانې دوشنبې ښوونځي او وړکتونونه وتړي او پر عامه ټرانسپورټ به محدودیتونه وضع کړي.

دا اقدامات په داسې حال کې کېږي چې په کییف کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې او په دې ویروس د مړینو شمېر په ډراماتیکه توګه په زیاتېدو دی.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو پرون چهارشنبه(د وري ۱۱مه) وویل، موږ به انتخاب نه لرو. که نه هره ورځ به په سلګونو کسان ومري.

د ښاروال په خبره هغه روغتونونه چې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته ناروغانو لپاره ځانګړي شوي ۹۰ فیصده په ناروغانو ډک دي.

پرون د کییف چارواکو د ۲۴ ساعتونو په لړ کې په کرونا ویروس د ۴۰۷ کسانو مړینه ثبت کړه چې بې ساری لوړ شمېر ګڼل کېږي.

په کییف کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۱ززره ۲۲۶ ته رسېدلی، خو په اوکراین کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له یو میلیون او شپږ لکه ۷۴۰۰۰ اوښتی دی.

په ټول اوکراین کې تر اوسه په کرونا ویروس نږدې ۳۳۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG