د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

لغمان کې د یوه واورین پړانګ د ښکار او خوشې کولو موضوع لانجمنه شوې


لغمان کې یو واورین پړانګ
لغمان کې یو واورین پړانګ

په لغمان ولایت کې د یو واورین پړانګ د ښکار او خوشې کولو موضوع د سيمې د اوسېدونکو او مسوولينو تر منځ لانجمنه شوې او د ښکار کوونکو له خوا يوه مشروطه غوښتنه مطرح شوې ده.

خو سیمه ییز چارواکي بیا وايي چې دوی قانون نقض کړی.

د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ د" سامي درې" یو شمېر اوسېدونکي وايي چې یاد پړانګ د دوی ۳۵ وزې خوړلي او حکومت باید دوی ته تاوان ورکړي.

د دوی له ډلې مومن خان ازادي راډيو ته وویل: "دغه پړانګ زموږ ۳۵ وزې خوړلي، تر هغې چې موږ خپل تاوان وانه خلو، چمتو نه یو چې دغه پړانګ ازاد کړو، دولت باید موږ ته ۳۵۹ زره افغانۍ تاوان راکړي، وروسته به پړانګ ازاد و، له هغې پرته د پړانګ د ازادولو تصمیم نه لرو. "

واورین پړانګ په لغمان کې
واورین پړانګ په لغمان کې

مومن خان زیاتوي، که حکومت دوی ته تاوان ورنه کړي، پړانګ به په بډایه خلکو وپلوري.

د علینګار د سیمې یو تن بل اوسېدونکی افضل خان وايي، دغه پړانګ دوه اوونۍ وړاندې هغه مهال ښکار شو چې د نورو وزو د خوړلو لپاره ورغلی و.

په ورته وخت کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې چارواکي وايي، د دا ډول حیواناتو پلور او ساتنه غیر قانوني ده او د غرامت ورکړه، به خلک د دغو حیواناتو ښکار ته وهڅوي.

د لغمان ولایت د چاپيریال ساتنې ادارې رئیس احمد جاوېد نور وايي، په دې اړه يې له خلکو سره خبرې کړې: "دوی درې ورځې وړاندې راغلي و، ما د کلیو پراختیا او کرنې رئیسان د ولایت مقام دفتر ته دعوت کړل، له دوی سره مو خبرې وکړې، ما خلکو ته وویل، چمتو یو چې د پراختیايي پروژو له لارې د ستونزو د هواري په برخه کې مرسته وکړو، خو نه د پړانګ د خلاصون په بدل کې، ځکه که موږ پړانګ د غرامت په بدل کې ازاد کړو، خلک به ښکار ته وهڅېږي. "

د ښاغلي نور په وینا، د پړانګ پښه ټپي شوې او د سيمې خلکو سره دی، د کرنې ادارې ډاکټران یې درملنه کوي او خوراک ورکوي.

د چاپیریال ساتنې ادارې مسوولین ټینګار کوي چې واورین پړانګ باید په پرانېستې فضا او ساړه ځای کې ژوند وکړي او له قانون سره سم باید بېرته طبیعت ته بېرته پرېښودل شي.

واورین پړانګ د افغانستان یو له کمیابه وحشي حیواناتو شمېرل کېږي چې د پامیر او همالیا په غرونو کې ژوند کوي.

د چاپيریال ساتنې ادارې چارواکو په وینا دغه پړانګان په لغمان، نورستان، پنجشیر، بدخشان او دغه شان په چین، پاکستان او د تاجیکستان هېوادنو کې دي، تګ راتګ کوي او ګرځي.

د یادې ادارې چارواکي وايي، واورین پړانګ د ۱۴۹ هغو حیواناتو په ډله کې راځي چې نسل یې د ورکېدا له ګواښ سره مخ دی.

د چاپیریال ساتنې ادارې د وحشي حیواناتو کارپوه محب فضلي وايي، د پلان له مخې په افغانستان کې به تر ۲۰۳۰ میلادي کال لس سلنه د وحشي حیواناتو له استوګن ځایونو نه ساتنه وشي.

XS
SM
MD
LG