د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

له راتلونکو وباوو سره د مقابلې لپاره د نړیوال پلان ملاتړ!


له چپې خوا، د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن، د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون
له چپې خوا، د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن، د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

د ۲۲ هېوادونو مشرانو له اروپايي اتحادیې او د روغتیا له نړیوال سازمان سره یوځای له راتلونکو وباوو سره د مقابلې لپاره د یوه نړیوال پلان ملاتړ وکړ.

د دې پلان پر طرحې چې پرون سې شنبه(د وري ۱۰مه) خپره شوه، د جرمني صدراعظمې انګېلامیرکل، د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او همدا راز د جنوبي افریقا او جنوبي کوریا ولسمشرانو لاسلیکونه کړي دي.

دوی ویلي، باور لري چې ملتونه باید یوه داسې نړیوال تړون ته د رسېدو لپاره هلې ځلې وکړي چې له وباوو سره مقابلې ته چمتووالی ولري.

XS
SM
MD
LG