د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

ننګرهار چارواکي: نارنج ګل مشاعره به د تېرو پرتله د ځانګړو توپیرونو لرونکې وي


ښاغلی خوږیاڼی زیاتوي، دغه مېله او مشاعره چې نن سې شنبه د جلال اباد ښار په باچا خان مرکز کې جوړېږي
ښاغلی خوږیاڼی زیاتوي، دغه مېله او مشاعره چې نن سې شنبه د جلال اباد ښار په باچا خان مرکز کې جوړېږي

د ننګرهار چارواکي د سږکال نارنج ګل کلنۍ دودیزې مېلې او مشاعرې لپاره د پوره چمتووالي خبر ورکوي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحیم الله خوږیاڼي ازادي راډيو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د نارنچ ګل سږنۍ دودیزه مېله او مشاعره به د تېرو کلونو په پرتله د ځانګړو توپیرونو لرونکې وي.

د ښاغلي خوګیاڼي په خبره، په سږنۍ دغه دودیزه مېله او مشاعره کې به د مشاعرې ترڅنګ دودیزې فرهنګي او ټولنیزې نندارې، د سندرغاړو کنسرټونه او د تیاتر نندارې هم وړاندې شي.

د خوږیاڼي په خبره، د هېواد له لر او بره یې د هرې ژبې شاعرانو، لیکوالو او فرهنګیانو ته د ګډون بلنه ورکړې چې ځینې یې رسېدلي او ځينې نور یې لا د رسېدو په حال کې دي: "دغې مشاعرې ته مو چې نن مازیګر پنځه بجې ده، خلک مو ورته راغوښتي، د مشاعرې ترڅنګ ښه هنري او فرهنګي مراسم هم لرو، بېلابېل سندرغاړي راغلي، له لرې پښتونخوا، خپله له ننګرهاره، له بېلابېلو ولایاتو نه مو خلک راغوښتي، یوه ښه مشاعره په پام کې ده او له ډېرو ادرسونو خلک رابلل شوي دي."

د جلال اباد ښار
د جلال اباد ښار

ښاغلی خوږیاڼی زیاتوي، دغه مېله او مشاعره چې نن سې شنبه(د وري ۱۰مه) ماښام په پام کې ده، د جلال اباد ښار په باچا خان مرکز کې جوړېږي او خلک کولای شي چې په کې ازادانه ګډون وکړي.

سږنۍ نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره په جلال اباد ښار کې په داسې حال کې جوړېږي چې تازه د نارنجو بوټو د ګلونو خولې سپړلي او خوشبویۍ یې د ننګرهار فضا زړه راښکونکې کړې ده.

دغه مېله او مشاعره هرکال د پسرلي موسم د لومړۍ میاشت په لومړیو شپو ورځو کې جوړېږي چې پر ننګرهار سربېره، د نورو ولایتونو او کوزې پښتونخوا شاعران، لیکوالان، فرهنګیان، د شعر مینه وال او سلګونه ځایي خلک په کې ګډون کوي.

یو ښکاره توپیر چې د سږکال دې مراسمو کې له اوسه ښکاري، هغه دا دی چې د لومړي ځل لپاره ورته د شپې له خوا چمتووالی نیول شوی، هغه څه چې د ډېرو په باور، شاید د امنیتي ګواښونو له مخې یې د خلکو ګډون پکې کم وي.

خو د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحیم الله خوږیاڼی بیا ډاډ ورکوي چې ګوندې د امنیت د ټینګښت په موخه یې له وړاندې تدابیر شته او افغان ځواکونو ورسره په همغږۍ د سیمې د څارنې مسؤلیت پرغاړه اخیستی دی: "په امنیتي لحاظ ډېر کار ورته انشاالله شوی دی، نهایته اماده ګي ورته شته، زموږ زړورو قوتونو شپه او ورځ یوه کړې، منظمه څارنه کوي، بېلابېل قطعات موجود دي، په ټولو شاعرانو او د فرهنګ مینه والو باندې غږ کوو چې په ښه جوش سره دې مراسمو ته راشي."

د یادونې وړ ده چې له تېرو څه باندې ۵۰ کالو راهیسې هرکال په رسمي بڼه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره ترسره کېږي چې په خپل اصل کې د هېواد په کچه د سترو مېلو او مشاعرو په ډله کې حسابېږي.

نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره په لومړي ځل د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال په ۱۳۴۴ کال کې د جلال اباد ښار په په سپین غر هوټل کې جوړه شوې وه.

XS
SM
MD
LG