د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

کرونا؛ بایډن د محدودیتونو د کمولو په اړه خبرداری ورکړ


د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر  جو بایډن
د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر  جو بایډن

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر او یوې لوړ-رتبه روغتیايي چارواکې په بېړه د محدودیتونو د کمولو په اړه خبرداری ورکړ.

که څه هم په امریکا کې د واکسین کمپاین ګړندی شوی، خو د کرونا ویروس نوې څپې اندېښنې ولاړې کړي دي.

ولسمشر جو بایډن پرون دوشنبه (د وري ۹مه) په سپینه ماڼۍ کې وویل چې د اپرېل میاشتې تر ۱۹مې به ۹۰ فیصده پوخ عمره کسان د واکسین پر شرایطو برابر وي.

ده اعلان وکړ چې په را-راوانو اوونیو کې به په امریکا کې زیاتو خلکو ته د واکسین اسانتیا برابره شي.

تر اوسه تر ۹۳ میلیونه وګړو چې د امریکا د نفوس ۲۸ فیصده کېږي، د کرونا ضد واکسین لږ تر لږه یوه ستن لګولې ده.

تر دې مخکې د ناروغیو د کنټرول او وقایې د مرکز مشرې راشل والینسکي ویلي وو: دا چې ځینو ایالاتونو د کرونا ویروس له کبله لګول شوي محدودیتونه لېرې کړي، داسې احساسوي چې سختې ورځې به په مخکې وي.

تېره اوونۍ په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو اندازه ۱۰ سلنه زیاته شوې، خو لا هم په ورځ کې د ۶۰زره کسانو اخته کېدل دومره لوړ شمېر نه دی، ځکه په جنورۍ میاشتې د ورځې په اوسط ډول دوه لکه کسان په دې ویروس اخته کېدل.

XS
SM
MD
LG