د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

کرونا؛ له واکسین سره-سره د پاکستان د ولسمشر ټېسټ مثبت راغلی


د پاکستان ولسمشر عارف علوي
د پاکستان ولسمشر عارف علوي

د پاکستان ولسمشر عارف علوي پرون دوشنبه (د وري ۹مه) اعلان وکړ چې د کرونا ویروس پرضد له واکسین کولو سره-سره یې د کووېډ-۱۹ ټېسټ مثبت راغلی.

ښاغلي علوي پر ټویټر لیکلي چې ده د کورونا پرضد د واکسین لومړی دوز ترلاسه کړ خو انټي باډي یې له دوهم دوز وروسته فعاله شوه.

د پاکستان دفاع وزیر پرویز خټک هم په کووید۱۹ اخته شوی او له هغه مخکې د صدراعظم عمران خان او د هغه د مېرمنې د کورونا د ټسټونو نتیجه هم مثبته راووته خو عمران خان ډېر ژر ښه شو او ډاکټرانو اجازه ورکړه چې کار پیل کړي.

په پاکستان کې پرون د مارچ په ۲۹مه په ۲۴ ساعتونو کې د کووید۱۹ ناروغۍ له کبله د ۴۱ کسانو د مړینې او له ۴۵۰۰ د زیاتو نویو مواردو راپور ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG