په انګلستان کې نن دوشنبه د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو بندیزونو کمولو دوهم پړاو عملي کېږي.
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون بیا هم له خلکو د احتیاط غوښتنه کړې او ویلي یې دي، د اروپا په نورو برخو کې د دغه ویروس د مثبتو پېښو زیاتوالی او د ویروس نوې بڼه لا هم یو ګواښ ګڼل کېږي.
په انګلستان کې پر کور د پاتې کېدو امر په داسې حال کې نرمېږي چې بهر تر شپږو کسانو او په کورونو کې دننه تر دوو زیات کسان نهشي سره یوځای کېدای.
دا تازه مقررات به د سپورټ اماتور ټیمونو ته زمینه برابره کړي چې د تېنس، ګولف او په بهر کې د لامبو وهلو فعالیتونه بېرته پیل کړي.
په بریتانیا کې د یکشنبې په ورځ د هغو بالغو کسانو شمېر څه باندې ۳۰ ملیونو ته ورسېد چې د کرونا ویروس لومړی دوز واکسینیې ترلاسه کړی دی.