د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۱۳

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ؛ نن د خوست اتلان او د لغمان ځوانان لوبه کوي


ارشیف، د افغان اتلانو لیګ یوه سیالۍ

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ په لړ کې به نن د خوست اتلان او د لغمان ځوانان لوبه وکړي.

پرونۍ لوبه کې د کابل استقلال لوبډلې اته پر یو جبل‌السراج لوبډله ماته کړه.

د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف د کابل د ټیم په اړه وویل: "د پلازمېنې کابل استازي ټیم تر اوسه په درېیو پرله‌پسې بریاوو سره ۹ امتیازونه اخیستي. ۱۷ ګولونه‌یې وهلي او یوازې ۲ ګولونه‌یې خوړلي دي."

تمه ده د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ دوهم پړاو د وري په ۱۰مه په بلخ ولایت کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG