کوسوو ته تازه د 'کووېډ-۱۹' واکسینونه ورسېدل.
دا په اروپا کې وروستی هېواد دی چې واکسین ور رسېږي.
دغه هېواد د کوواکس پروګرام په چوکاټ کې د استرازینیکا کمپنۍ تولید شوي ۲۴ زره دوزه واکسینونه یکشنبه ناوخته ترلاسه کړل.
د کوسوو صدراعظم البین کورټي وویل چې حکومت بهیې سمدستي د واکسین لګولو چارې پیل کړي. هغه زیاته کړه چې کوسوو شتمن هېواد نهدی، نو ځکه نړیوالو مرستو په تېره بیا د امریکا او اروپايي ټولنې لاسنیوي ته اړتیا لري څو د دې وژونکي ویروس په وړاندې مبارزه وکړي.
واشنګتن او بروکسل د کوواکس په نوم د واکسین د توزېع د پروګرام اصلي تمویلوونکي دي. تمه ده د بالکان حوزې دغه هېواد ته د یاد پروګرام له لارې ټولټال یو لک او ۸۰۰ دوزه واکسینونه ورسول شي.