د افغانستان د سنوبورډ ملي فدراسیون د کمال خان بند د پرانېستې په مناسبت د سنوبورډ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې.
د دغه فدراسیون رئیس احمد رومل حیات نن یکشنبه (د وري ۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبې د مزارشریف د حیرتان د شګو په غونډیو کې د یوې ورځې لپاره جوړې شوې وې.
نوموړي وویل چې په یادو سیالیو کې د سنوبورډ لسو لوبغاړو ګډون کړی وو.
سنو بورډ په افغانستان کې نوې لوبه ده.
د سنوبورډ فدراسیون د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې جوړ شو چې اوس مهال شااوخوا لس ملي لوبغاړي لري.