د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۱۹

د انګلستان او هند ترمنځ وروستۍ او برخلیک ټاکونکې لوبه ترسره کیږي


آرشیف

د انګلستان او هند ترمنځ وروستۍ او برخلیک ټاکونکې یو ورځنۍ کرکټ لوبه نن یکشنبې (د وري ۸مه) ترسره کېږي.

دا لوبه ځکه مهمه ده چې له دې وړاندې دوه لوبې شوي چې یوه یې هند او بله یې انګلستان ګټلې ده.

دا لوبه نه یوازې د لوبلړۍ د ګټلو لپاره مهمه ده، بلکې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې په لومړي مقام لوبه هم ده.

اوس مهال انګلستان په یو ورځنیو لوبو کې لومړی مقام لري او که هند دا وروستۍ لوبه وګټي نو په درجه بندۍ کې لومړی مقام اخلي.

XS
SM
MD
LG