د افغانستان د اتلانو لیګ په نوم د فوټبال د سیالیو په دوام کې نن شنبه (د وري ۷مه) د کابل استقلال او د خوست اتلان لوبډلې سره مخامخ کېږي.
د افغانستان د فوټبال د فدراسیون ویاند فیروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل: "د سیالیو په څلورمه ورځ به د کابل استقلال د فوټبال لوبډله د خوست اتلان لوبډلې سره سیالي وکړي، دواړه لوبډلې په خپلو لومړنیو سیالیو کې ګټونکي وو."
پرون جمعه (د وري ۶مه) د دغو سیالیو په درېیمه مسابقه کې د لغمان ځوانانو د جبل السراج ټیم ته ۲ پر ۳ ماتې ورکړه.