د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

د هند چینای سوپر کېنګز لوبډلې راتلونکي 'IPL' لپاره یو افغان لوبغاړی ورغوښتی


د هند چینای سوپر کېنګز لوبډلې نښان
د هند چینای سوپر کېنګز لوبډلې نښان

د هند چینای سوپر کېنګز لوبډله وايي چې د دغه هېواد د راتلونکي غوره لیګ یا (IPL) لپاره‌یې یو زلمکی افغان لوبغاړی فضل حق فاروقي په پام کې نیولی دی.

فاروقي به په چینای سوپر کېنګز لوبډله کې د جنوبي افریقا د تېز باولر هاردوس ویلجوین ځای ونیسي.

فاروقي مومبیي ته روان شوی چې د هند د غوره لیګ تر پیلېدو مخکې له چینای سوپر کېنګز سره تمرین وکړي.

فاروقي چې کیڼ لاسی توپ اچوونکی دی، تر اوسه په ۱۲ لومړی درجه سیالیو کې لوبېدلی او ۲۲ وېکټې یې اخیستي دي.

XS
SM
MD
LG