د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

کندهار کې د ټیليفون له لارې د پیسو او کرېډېټ کارټونو غلاوې زیاتې شوي


ارشیف
ارشیف

کندهار کې د ټیليفون له لارې د پیسو او کرېډېټ کارټونو غلاوې زیاتې شوي، د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې دوکه کوونکو له یوه نوي تاکتیک څخه په استفادې له دوی څخه په لسهاوو زره افغانۍ د جايزې په بهانه وړې دي.

محمد شریف د هغه پېښې کیسه کوي چې څه موده مخکې غلو ورڅخه په دوکې او چل د جایزې په نوم پیسې اخیستي.

هغه چې یو غریبکار او د بار وړلو کراچۍ چلوي وايي له یوې ټیلیفوني شمېرې ورته زنګ وهل شوی و چې دوه‌نیم لکه افغانۍ جایزه‌یې ګټلې او د ترلاسه کولو لپاره‌یې باید مخکې له مخکې یوه اندازه پیسې ورولېږي او د کابل بانک څخه دې خپله جایزه ترلاسه کړي.

محمد شریف وايي د یو اندازه کرېډېټ ترڅنګ‌یې د درېیو جلا جلا صرافیو له لارې ۶۲ زره افغانۍ جمع کړې، خو د جایزې درک معلوم نه‌شو.

دی زیاتوي: "په بره دروازه کې چې د صرافۍ المارۍ ایښې ده، هلته مې ۹،۵۰۰ افغانۍ جمع کړې، وروسته راغلم د برو دروازې بلې صرافۍ ته بیا یې ټیلیفون راوکړ ۸،۵۰۰ افغانۍ مې نورې جمع کړې، بیا یې راته وویل چې ستا حواله صحیح کېږي، ۸،۵۰۰ افغانۍ مې نورې جمع کړې، وروسته ولاړم د کابل بانک خوا ته بیا مې ټیلیفون ورته وکړ ویل یې د دغه بل کس سره په اړیکه کې دي د هغه خبرې ما هم اورېدلې ویل يې دا د هغه ریاست مشر دی."

یو افغان په ټیلیفون کې د خبرو پر مهال
یو افغان په ټیلیفون کې د خبرو پر مهال

د محمد شریف ترڅنګ فرېبکارانو د لسګونو نورو کسانو څخه هم له دې نوي تاکتیک څخه په استفادې پیسې غلا کړې دي.

جواد یو بل کس دی چې څو ورځې مخکې ورڅخه دوکه کوونکو له ۵۶ زره افغانۍ زیات کرېډېټ کارټونه وړي چې په وينا يې د اترا ادارې په مرسته‌یې شاوخوا ۲۸ زره افغانۍ بېرته لاسته راوړې دي.

جواد وايي: "ماته یو زنک ووهل شو، شمېره مې نه‌پېژندله، ماته‌یې وويل چې ته د جایزې کټونکی يې، زما څخه‌یې غوښتنه وکړه چې دوی ته ۵۶ زره ۷۵۰ افغانۍ کرېډېټ کارت ولېږم، وروسته پوه شوم چې دوکه‌یې راکړې، راغلم د کندهار ولایت د اترا مخابراتي ادارې ته مې شکایت وکړ او هغوی زما شکایت ثبت کړ."

په عین وخت کې د افغانستان د اترا ادارې مسؤلان وایي، دوی ته په ۱۳۹۹ کال کې د ټیلیفون له لارې د غلا ۱۵۰ شکایتونه رسېدلي چې ډېره برخه‌یې له کندهاره دي.

د دغه ادارې د رسنیو برخې مسؤل سعید شنواري ازادي راډیو ته وویل، دوی يوازې هغه پیسې چې د کرېډېټ کارټ په شکل استول شوې وي، ترلاسه کولای شي.

ښاغلي شینواري وویل: "اترا ادارې په ۱۳۹۹ کال کې ۱۵۰ داسې شکایتونو ته رسیدګي کړې ده چې له مخې يې د یو شمېر هېوادوالو څخه د جایزې په نوم کرېډېټ اخیستل شوی وو، په دې کې د کندهار ولایت څخه پېښې زیاتې وې او تقریباً هغه پېښې چې د اترا اداري ته په شکایت کې راغلې دي د هغو لپاره موږ سم دستي اقدام کړی دی او تقریباً لکونه افغانۍ مو بېرته خلکو ته ورګرځولي، که نور څوک هم دغه ډول شکایتونه ولري اترا ادارې ته راتللی شي."

د یو شمېر مخابراتي شبکو کرېډېټ کارتونه
د یو شمېر مخابراتي شبکو کرېډېټ کارتونه

په عین وخت کې د کندهار د مخابراتو رئیس مامون رشید رازمل وايي دوی پلان لري چې د دغه موضوع په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، ترڅو هغوی پوه شي چې فرېبکارانو ته پيسې او يا هم د ټیليفون کرېډېټ کارټونه ونه‌لېږي.

ښاغلی رازمل په دې اړه وايي: "داسې موضوعاتو ته پلان لرو چي د عامه پوهاوي په هکله، د ډیجیټل الټرایسي په هکله هم موږ خپل پلانونه لرو چي د خلکو سره‌یې شریک کړو. دغه‌راز په ښوونځیو او دولتي ادارو کې، که څه هم دا د وخت او زمان سره تغییر پیدا کوي، دا ډول تېر ایستل څو ډوله دي، مثلاً په اېمېلونو کې هم راځي په وېب سایټونو کي هم راځي."

چارواکي له خلکو غواړي چې د ټیلیفون او ټولنیزو رسنیو له لارې تېر نه‌وځي او فرېبکارانو ته د جایزې په نوم پيسې او کريډېټ کارټونه ونه‌لېږي.

همدارنګه د کندهار امنیتي چارواکي وايي، که خلک مخکې له دې چې فرېبکارانو ته پیسې واستوي له دوی سره د هغوی په اړه شکایت او معلومات ثبت کړي، دوی به د داسې کسانو د نیولو لپاره اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG