د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۴

پاکستان کې کرونا ویروس؛ تعلیمي مؤسسې به دوه اوونۍ نور هم ټړلې وي


پاکستان کې یو تړل شوی ښوونځی
پاکستان کې یو تړل شوی ښوونځی

پاکستاني چارواکي وایي، په پلازمېنه اسلام‌اباد او نورو هغو سیمو کې به چې د کرونا ویروس د خپرېدو زیاتې پېښې په‌کې ثبت شوي، د زده‌کړې مؤسسې د دوو نورو اوونیو لپاره تړلې وي.

د پاکستان د مرکزي حکومت د پوهنې وزیر شفقت محمود پرون چهارشنبه په یوه ټویټ کې ولیکل چې د پوهنتونونو او دیني مدرسو په ګډون به ټولې تحصیلي مؤسسې د اپرېل تر ۱۱مې، په اسلام‌اباد، د خېبر پښتونخوا ایالت په ۱۰ او د پنجاب ایالت په نهو ولسوالیو یا صوبو کې تړلې وي.

پاکستان دغه پرېکړه داسې مهال کوي چې په دې هېواد کې په دې وروستیو کې هره اوونۍ له درې زرو زیات کسان پر کرونا اخته شوي.

په دغه ۲۲۰ ملیون نفوس لرونکي هېواد کې له ۶۳۷ زرو زیات کسان پر کرونا اخته شوي او له ۱۳ زره او ۹۰۰ زیات‌یې هم له امله مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG