مالیزیا له پلاستیک سره په جنجال کې ده، له استعمال شوي پلاستیک سره، خو د چهارشنبې په ورځ د مالیزیا د چاپېریال ساتنې وزارت وویل چې د امریکا له متحده ایالاتو څخه د استعمال شوي پلاستیک کانتینر به بېرته امریکا ته مسترد کړي.
د بازل په نوم د ملګرو ملتونو د یوه تړون له مخې د استعمال شوي پلاستیک صادرات منع شوي، دا تړون مالیزیا لاسلیک کړی او متحده ایالاتو نهدی لاسلیک کړی.
روېټرز اژانس څرګندوي چې د کوالالامپور دا اقدام د پلاستیک په برخه کې د ملګرو ملتونو د پرېکړې لومړۍ نښه ده.
دوه کاله مخکې تر ۱۸۰ ډېرو هېوادونو موافقه وکړه چې له پلاستیک څخه پر بیا استفادې بندیز ولګول شي. د دې پرېکړې هدف دا دی چې شتمن هېوادونه خپل کثافات مخ پر وده هېوادونو ته انتقال نهکړي چې هلته د چاپېریال او سمندر د ککړتیا سبب شي.
د ملګرو ملتونو دا پرېکړه چې د بېکاره او اضافي شیانو صادرات منع کوي، له جنوري د اجراء وړ ګرځېدلې ده. د دې موافقې لاسلیک کوونکي هېوادونه یوازې هغه وخت کولای شي چې پلاستیک وارد کړي چې له بل هېواد سرهیې منلې وي چې ډېر لږ پلاستیک به ورلېږي، هغه به پاک وي او د بیا استفادې چارې بهیې هم اسانه وي.
د مالیزیا د چاپېریال ساتنې د وزارت ویاند محمد خلیل زیاني سومیران روېټرز اژانس ته وویل، له امریکا پلاستیک په لاره دي او دا پلاستیک د ملګرو ملتونو د تړون له شویو اصولو سره سم نهدي چې مالیزیا ته وارد شي.
سومیران زیاته کړه چې تر اوسه معلومه نهده چې دا بار به کله مالیزیا ته رارسېږي، خو مالیزیا بهیې له څېړنې وروسته بېرته خپل اصلي هېواد ته ستون کړي.
د مالیزیا د چاپېریال ساتنې وزیر توان ابراهیم توان من په یوه بیان کې روانه اوونۍ وویل چې د دې پلاستیکو مخه به ونیسي چې د مارچ په ۱۴مه د متحده ایالاتو له کالیفورنیا څخه رابار شوي دي.
د امریکا متحده ایالاتو په نړۍ کې تر بل هر هېواد ډېر پلاستیک مصرفوي او د بازل په نومیې د ملګرو ملتونو تړون نهدی لاسلیک کړی، نو نورو هېوادونو ته استعمال شوي پلاستیک صادرولی شي، خو مالیزیا دا تړون لاسلیک کړی دی او مخنیوی یې کولای شي.
وروسته تر دې چې په ۲۰۱۸ کال کې چین د استعمال شوي پلاستیک واردات منع کړل، مالیزیا د استعمال شويو پلاستیکو د وارداتو مخکښ هېواد شو او هر کال په زرګونه ټنه استعمال شوي پلاستیک واردوي.