په بریتانیا کې پرون د نقاشۍ یوه تابلو په ۱۶،۸ ملیونه پونډه وپلورل شوه.
دغه هنري اثر چې تر اوسهیې د نقاش هویت څرګند شوی نهدی، د لوبې بدلوونکې یا (Game Changer) نومېږي.
دغه تابلو د لومړي ځل لپاره تېر کال په بریتانیا کې د یوه روغتون پر دېوال ولیدل شوه.
ویل کېږي دا د هغو روغتیایي کارکوونکو د ستاینې په هدف جوړه شوې چې له 'کووېډ-۱۹' سره په مبارزه بوخت دي.
په بریتانیا کې د کریستي لیلام یوه چارواکي چې دا تابلو یې خرڅه کړې ویلي، پیسې بهیې د کرونا ضد لارو چارو باندې ولګول شي.