د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

کرونا؛ هنګري کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۲ کسانو مړه شوي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

هنګري پرون سې شنبه (د وري ۳مه) په یوه ورځ د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د مړینو تر ټولو لویه شمېره ثبت کړه.

له دې اعلان وروسته د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان د دې هېواد د ځینو اقتصادي برخو د بیا فعالولو پرېکړه وځنډوله.

هنګري پرون سې شنبې په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۵۲ کسانو مړینه اعلان کړه. دا ارقام په داسې حال کې خپرېږي چې په کووېډ- ۱۹ ناروغۍ خورا زیات اخته کسان د مصنوعي تنفس د ترلاسه کولو لپاره په روغتونونو کې بستر شوي.

په هنګري کې له نوومبر میاشتې راهیسې د ښوونځيو او وړکتونونو لپاره د نسبي قرنطین پیل اعلان شوی چې تر اوسه روان دی.

روغتیايي چارواکو د دوشنبې په ورځ خلکو ته خبرداری ورکړ چې د امکان په صورت کې په اوونۍ کې یوازې یو ځل د خرید لپاره بازار ته ولاړ شي او له هر راز غیر ضروري سفرونو دې ډډه وکړي.

هنګري د اروپايي ټولنې لومړنی هېواد دی چې د کرونا ویروس پرضد د روسیې او چین له خوا جوړ شوی واکسین یې وپېره او تطبیق یې پیل کړ.

XS
SM
MD
LG