په هند کې د کرونا د خپرې شوې وبا له خبرداریو سره سره نن د هولي د رنګونو جشن پیل شو.
د هند د شمالي ښار متورا اوسېدونکي لومړني کسان و چې دغه مراسمیې پیل کړل. د دغه ښار یوه اوسېدونکي انشي شرما وویل چې د دوی لپاره د کرونا ویروس هېڅ مطرح نهدی.
شرما وايي: "کرونا څوک ده؟ کرونا څه شی ده؟ دلتهیې هېڅوک په اړه نهپوهېږي. کرونا زموږ لپاره هېڅ ده."
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د رسمي شمېرو له مخې په هند کې له ۴۰ زرو زیات کسان پر کرونا اخته شوي دي، خو له دې سره سره د هولي د جشن په زرګونه ګډونوالو له ماسکونو او د ټولنیز واټن له مراعاتولو پرته، رنګ لوبې وکړې.
په متورا ښار کې به سږنی د هولي جشن ۱۰ ورځې دوام وکړي.