د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۱

د پاکستان صدراعظم عمران خان مېرمن هم په کرونا ویروس اخته شوه


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان د صدراعظم عمران خان ترڅنګ د هغه مېرمن هم په کرونا ویروس اخته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې صدراعظم خان څو ورځې مخکې د کرونا ضد واکسین لومړۍ ستن لګولې وه چې د روغتیا وزارت او نورو چارواکو په حواله پوره نه‌و واکسین شوی.

د پاکستان د دولت وزیر اسد عمر چې د کرونا په وړاندې د مبارزې چارې مخته وړي ویلي، امکان لري چې عمران خان له واکسین مخکې په کرونا اخته شوی وي.

د صدراعظم ځانګړي روغتیایي سلاکار فیصل سلطان په یوه ټویټ کې ویلي چې عمران خان ځان په کور کې له نورو جلا کړی دی.

ښاغلي سلطان نن ویلي چې د صدراعظم د مېرمنې او د صدراعظم په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د دوو نورو لوړ رتبه چارواکو ټېسټ هم مثبت و.

صدراعظم عمران خان تېره پنجشنبه د سینوفارم په نوم کرونا ضد واکسین لګولی و چې تر اوسه په پاکستان کې یوازنی لګول کېدونکی واکسین دی.

چین په فبرورۍ میاشت کې پاکستان ته د دغه واکسین پنځه لکه دوزه مرسته وکړه.

XS
SM
MD
LG