د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۲۶

د افغانستان کرکټ ملي ټیم له زېمبابوې د ۲۰ اوریزو سیالیو لړۍ وګټله


د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ یوه لوبه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ۲۰ اوریزو سیالیو درېیمه لوبه هم پرون له زېمبابوې وګټله.

د افغانستان ټیم د زېمبابوې ټیم ته د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان ټیم د زېمبابوې لوبډلې ته د ۱۸۴ منډو هدف ټاکلی و چې دغه هدف‌یې پوره نه‌شو کړای او د ۵ لوبغاړو په سوځېدو یې یوازې ۱۳۶ منډې جوړې کړې.

افغانستان له دې وړاندې په دوو نورو ۲۰ اوریزو لوبو کې هم زېمبابوې ته ماتې ورکړې وه.

افغانستان په دغو لوبو کې چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې له زېمبابوې سره د ټېسټ لوبو لړۍ هم ترسره کړې چې یوه‌یې ګټلې او یوه‌یې بایللې ده.

XS
SM
MD
LG