د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

د کمال خان بند د پرانېستې په درشل کې هرات کې دوه سیالۍ ترسره شوې


د کمال خان بند
د کمال خان بند

د کیک بوکسینګ سیالۍ په هرات ولایت کې ترسره شوې.

د هرات د ورزش او بدني روزنې سرپرست رئیس احمد جاوېد رسولي نن شنبه (د کب ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د کمال خان بند د پرانېستلو په مناسبت په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو او کابل، هرات، کاپیسا، بادغیس څخه د ٤٠ لوبغاړو په ګډون تېره ورځ پیل شوې.

د ښاغلي رسولي په وینا، سیالۍ د یوې ورځې لپاره وې او پرون ماښام پای ته ورسېدې.

د کمال خان بند د پرانېستو په درشل کې نن په هرات ولایت کې د ټینس سیالۍ ترسره شوې.

د هرات د ټینس فدراسیون فني مرستیال ارش روفي نن شنبه (د کب ۳۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې په سیالیو کې ٥٠ لوبغاړو ځوانانو او تنکیو ځوانانو په دوو کټګوريو کې لوبې وکړې.

نوموړي وویل چې د تنکیو ځوانانو له ډلې رحمان حسیني لومړۍ، رحیم دویم،عرفان اخترزاده او هادي حسینی درېیم او څلورم مقام خپل کړ او د ځوانانو له ډلې بیا وکیل احمد فقیري لومړی، کبیر احمدي دویم او روح‌الله عظیمي درېیم مقام ترلاسه کړ.

XS
SM
MD
LG