د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۰

شمالي کوریا: څو چې امریکا خپله تګلاره بدله نه کړي اټمي مذاکراتو ته نه حاضریږو


ارشیف
ارشیف

شمالي کوریا د دې هېواد د اټمي مذاکراتو د بیا پیلېدو په اړه د امریکا متحده ایالاتو هڅو ته په غبرګون کې ویلي، تر هغو به دا کار ونه کړي چې واشنګټن د دوی پر وړاندې خپله تګلاره نه وي بدله کړې.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې چوی سون هوی 'Choe Son Hui ' نن پنجشنبه (د کب ۲۸مه) د پیونګ یانګ دا دریځ په ډاګه کړ او ویې ویل چې هېڅ ډول خبرې تر هغو ممکنې نه دي چې د امریکا متحده ایالاتو د شمالي کوریا پر وړاندې د ده په خبره خپله متخاصمه پالیسي نه وي بدله کړې.

نوموړې ویلي چې راتلونکې کې به هم د متحده ایالاتو ورته هڅې له پامه غورځوي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه نن پنجشنبه داسې مهال خپره شوه چې څو ساعته وروسته د امریکا او جنوبي کوریا د دفاع او بهرنیو چارو وزیران په پام کې لري نن په سیول کې د شمالي کوریا پر اټمي پروګرام خبرې وکړي.

له شااوخوا دوو کلونو راهیسې د شمالي کوریا د اټمي پروګرام په اړه ډیپلوماتیکې هڅې په ټپه ولاړې دي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ هڅه وکړه چې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره شخصي اړیکې وپالي، خو ونه توانېد چې د اټمي وسلې د منع کېدو پالیسي پر مخ یوسي.

ټرمپ هڅه وکړه چې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره شخصي اړیکې وپالي
ټرمپ هڅه وکړه چې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره شخصي اړیکې وپالي

د روانې اوونۍ په سر کې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیران لوېد اسټن او انتوني بلېنکن له خپلو جاپاني سیالانو سره د خبرو لپاره توکیو ته ورسېدل.

له دې سره هم مهاله د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون خور ګواښ وکړ چې له جنوبي کوریا سره د دوستانه اړیکو له جوړولو لاس اخلي او د واشنګټن او سیول په پرله پسې پوځي تطبیقاتو یې انتقاد وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د روانې اوونۍ په لومړیو کې ویلي چې واشنګټن د فبرورۍ له نیمایې څخه د څو چینلونو له لارې شمالي کوریا سره د اړیکې هڅه وکړه، خو کوم ځواب یې ترلاسه نه کړ.

بلېنکن او اسټن په دې سفر کې په پرله پسې ډول د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د بشپړ لغو کېدو غوښتنه تکرار کړې ده.

د جو بایډن اداره پر دې کار کوي چې په راتلونکو اونیو کې د شمالي کوریا په اړه د خپلې پالیسۍ بیا ارزونه بشپړه کړي.

بلېنکن وایي، دغه اداره همدا راز هم د نورو فشارونو د اقداماتو او هم د ډیپلوماتیکو لارو چارو په لټه کې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون چهارشنبه (د کب ۲۷مه) د خپل جنوبي کوریا سیال چونګ یوی یونګ سره د لیدو پر مهال وویل چې امریکا به له خپلو متحدینو سره یوځای کار وکړي د شمالي کوریا اټمي پروګرام لغو شي او هم یې د شمالي کوریا له خلکو سره د هغه هېواد د ادارې د سیسټماتیک او پراخېدونکې ناسم چلند باندې انتقاد وکړ.

په جنورۍ کې د امریکا د نوې ادارې د جوړېدو راهیسې، بلېنکن او اسټن لومړني وزیران دي چې له دې هېواده بهر سفر کوي.

جو بایډن هڅه کوي د چین د ډیرېدونکو ګواښونو پر وړاندې د نړۍ په سطح د متحده ایالاتو د مشرۍ رول پیاوړی کړي.

XS
SM
MD
LG