د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

د امریکا ولسمشر: د روسې ولسمشر پوتین 'قاتل' دی


د امریکا ولسمشر جوبایډن ولادمیر پوتین
د امریکا ولسمشر جوبایډن ولادمیر پوتین

د امریکا ولسمشر جوبایډن خپل روسي سیال ولادمیر پوتین ته د 'قاتل' خطاب کړی دی.

هغه په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ګواښ وکړ چې د روسیې ولسمشر به ډېر ژر د امریکا د ۲۰۲۰ میلادي کال په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ په ګټه د خپلې لاس وهنې عواقب وویني.

له سي.بي.ایس نیوز سره په مرکه کې ښاغلي بایډن وویل: "هغه به د دې بیه پرې کړي، موږ اوږدې خبرې وکړې، موږ یو بل نسبتاً ښه سره پيژنو، کله مو چې خبرې پیل کړې، ومې ویل چې یو بل پيژنو، که ما دا ثابته کړه چې دا کار شوی، پس باید چمتو اوسې."

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

دا خبرې داسې مهال کېږي چې د امریکا استخباراتي ادارې د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په باب ۱۵ صفحه یي راپور خپور کړ.

روسیې له دې وړاندې ورته تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG