د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

افغانستان او د جنوبي اسیا ځینو هېوادونو کې د کرونا په اړه د یونېسف ارزونه


د یونېسف نښان
د یونېسف نښان

یونېسف وايي چې د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا ویروس ښایي په ۲۰۲۰ کال کې د شاوخوا ۲۲۸ زرو اضافي ماشومانو په مړینې، د ۱،۱۰۰۰ میندو د مړینې او د ۳،۵ ملیونه نه‌غوښتونکو اومېندواریو کې رول ولري.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق/ یونېسف نن په خپل راپور کې دا خبره کړې ده.

په دې ارزونه کې چې د یونېسف په سپارښتنه شوې ده، په یو شمېر هېوادونو لکه افغانستان، پاکستان، هند، نیپال، بنګله‌دېش او سریلانکا کې، د خورې شوې کرونا وبا پر مهال اړینو عامه روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي کموالی د پورته موضوعاتو لاملونه ګڼل شوي دي.

د یونېسف سیمه‌ییز مشر جورج لاریا ادجې ویلي چې د یادو مهمو خدمتونو کموالي په بې‌وزلو کورنیو کې پر روغتیا او تغذیې ناوړه اغېز کړی دی.

دی وایي ټول هغه مهم ګامونه باید واخیستل شي چې د دغو بې‌وزلو کسانو د خوندیتوب په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

د دې سیمې په هېوادونو کې د نورې نړۍ په څېر د کرونا ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره سخت بندیزونه ولګېدل. ډېری محدودیتونه کم شوي، خو لا هم په ځینو برخو کې له همدې کبله ښوونځي تړلي پاته دي.

د یونېسف راپور زیاتوي، شاوخوا ۴۲۰ ملیونه ماشومان په دې سیمه کې د کرونا وبا پر مهال له ښوونځیو لیرې شول او خبرداری ورکوي چې ښایي ۹ ملیونه‌یې هېڅکله ونه‌شي کولای بېرته ښوونځیو ته وروګرځي.

XS
SM
MD
LG