د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

کرکټ؛ نن د افغانستان-زېمبابوې د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ پیلېږي 


ارشیف، افغان کرکټ لوبډله
ارشیف، افغان کرکټ لوبډله

د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سر له نننه د ۲۰ اورونو د درې لوبو لړۍ پیلېږي.

دا درې سره لوبې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې ترسره کېږي.

لومړۍ یوه ‌یې نن، بله ‌یې بل سبا د جمعې په ورځ او درېیمه او وروستۍ یې د شنبې په ورځ ده.

د دغو دوو لوبډلو ترمنځ تر دې مخکې په متحده عربي اماراتو کې دوه ټېسټ لوبې وشوې چې یو د یوه پر وړاندې مساوي شوې.

XS
SM
MD
LG