د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۵۸

تخار کې سندرغاړي وايي د طالبانو پراخ فعالیت د دوی کاروبار سقوط کړی


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په تخار ولایت کې سیمه ییز سندرغاړي وايي چې دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د پراخ فعالیت له کبله د دوی کاروبار سقوط کړی او دغه راز د موسیقي مېنوال هم کم شوي دي.

سیف الرحمان صمیم چې له ۲۰ کلونو راهیسې موسیقي غږوي او سندرې وايي، د دوی کاري ساحه اوس يوازې د تالقان ښار پورې محدوده شوې او نه شي کولى له ښاره بهر ولاړ شي.

دی وايي: "واقعاً زموږ سیمه ییزه موسیقي له خطر سره مخ ده، ځکه کلیوالو سیمو سقوط کړی او د سندرغاړو او موسیقۍ پر وړاندې منفې فکرونه زیات شوي. پر موږ د فعالیت فضا تنګه شوې. وېره لرم چې راتلونکي کلونو کې زموږ سیمه ییزه موسیقي له منځه ولاړه نه شي."

د سیمه ییزو سندرغاړو په وینا د وسله والو طالبانو د ګواښونو سربېره ځینې نورې ډلې هم د دوی پر وړاندې منفي تبلیغ کوي او فعالیت ور محدود کړی دی.

سندرغاړې محمدحق داد غلامي وايي: "اوس موږ د ودونو په محفلونو کې ګډون نه کوو، له ښار پرته لېرو سیمو ته تللی نه شو، اقتصادي ستونزو سره مخ یو، امنیتي ګواښونو زموږ هنر او موسیقي د سقوط له ګواښ سره مخ کړی."

سندرغاړي وايي، د وسله والو طالبانو د ګواښونو سربېره ځینې نورې ډلې هم د دوی پر وړاندې منفي تبلیغ کوي
سندرغاړي وايي، د وسله والو طالبانو د ګواښونو سربېره ځینې نورې ډلې هم د دوی پر وړاندې منفي تبلیغ کوي

د تخار ولایت ځیني اوسېدونکي هم د سیمه ییزو سندرغاړو د خبرو پخلۍ کوي وايي، د امنیتي ګواښونو له کبله یو شمېر سندرغاړو او فرهنګیانو له دې ولایته پښې سپکې کړي دي.

لیکوال او شاعر محمدصادق قاضي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "تخار کې پر سیمه ییزو سندرغاړو د کار ساحه محدوده شوې، که وضعیت همدا شان ادامه پېدا کړي په تخار ولایت کې سیمه ییزه موسیقي ورو- ورو ورکېږي."

د تخار د اطلاعات او فرهنګ ریاست چارواکي بیا وايي چې امنیتي ګواښونو نه یوازې پر سندرغاړو بلکې پر خبریالانو او فرهنګیانو یې هم د فعالیت ساحه محدوده کړې ده.

د دغې ادارې رئیس فاروق الله عظیمي په دې اړه وویل: "دې کې هېڅ شک نشته چې امنیتي شرایط ډېر خراب دي. له بده مرغه د امنیتي ګواښونو د زیاتوالي له کبله پر سندر غاړو د کار ساحه محدوده شوې چې د دوی پر اقتصادي وضعیت یې هم اغیز کړی دی."

سیمه ییز سندغاړي د موسیقي غږولو او د سندرو ویلو له لارې د خپل د ژوند لګښت پوره کوي.

د شمال ختېځ ولایتونو خلک د سیمه ییزو سندرغاړو له غږ او موسیقي سره اشنايي لري.

خو سندرغاړي وايي، څو کاله وړاندې خلکو به د خوښیو محفلونو ته سیمه ییز سندرغاړي رابلل، خو اوس امنیتي ګواښونو او د طالبانو پراخ فعالیت هرڅه یې له خلکو هېر کړي دي.

XS
SM
MD
LG