د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

افغان کرکټ ملي لوبډله د زېمبابوې په وړاندې ۲۰ اووره مسابقو ته چمتووالی نیسي


له زېمبابوې سره لوبېدونکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
له زېمبابوې سره لوبېدونکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د کرکټ ملي لوبډله د زېمبابوې په وړاندې درېیو ۲۰ اووره مسابقو ته په چمتووالي بوخته ده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ تر دوو ټېسټ لوبو وروسته به دغه لوبډلې، لومړۍ ۲۰ اووره مسابقه راروانه چهارشنبه وکړي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "له دې وروسته به د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربه‌توب درې نړیوالې ۲۰ اووره مسابقې وشي چې دا مسابقې به د متحده عرب اماراتو په شېخ زاید کرکټ لوبغالي کې وشي."

افغانستان له زېمبابوې دوهمه ټېسټ لوبه پرون د شپږو وېکټو په توپیر وګټله، خو افغانستان لومړۍ ټېسټ لوبه بایللې وه.

XS
SM
MD
LG