د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۱۶

د نوروز جام سیالۍ؛ د فوټبال د ۲۱ لوبډلو ترمنځ سیالۍ کېږي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کابل فوټبال فدراسیون د نوروز جام سیالۍ نن یکشنبه(د کب ۲۴مه) پیل کړې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د لسو ورځو لپاره د کابل په غازي لوبغالي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

نوموړي وویل چې په لومړۍ لوبه کې سباون لوبډلې ٣ د ١ پر وړاندې امید پنجشیر لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سولې لوبډلې بیا ٣ د ٢ پر وړاندې له ځوانانو لوبډلې سیالي وګټله.

د ښاغلي مشعوف په وینا، د نن ورځې وروستۍ لوبه د ګلرنګ او کوهدامن ترمنځ وشوه چې ګلرنګ لوبډلې ٥ _١ په وړاندې لوبه وګټله.

XS
SM
MD
LG