د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۳۷

کرکټ؛ افغانستان زیمبابوې ته په ماتې ورکولو د سیالیو لړۍ مساوي کړه


افغان کرکټ لوبډله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زیمبابوې ته په دوهمه ټېسټ لوبه کې په ماتې ورکولو د ټېست سیالیو لړۍ مساوي کړه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن زیمبابوې ته په ۶ ویکټونو ماتې ورکړه.

په دوهمه ټېست سیالۍ کې د افغانستان تکړه باولر راشدخان د سیال ټیم ۱۱ لوبغاړي وسوځول.

نوموړي په لومړۍ ټېسټ لوبه کې برخه نه لرله.

افغانستان په دوهمه پاڼۍ یا اننګز کې ۱۰۸ منډو ته اړتیا لرله.

افغان لوبغاړی حشمت الله شهیدي چې په دې سیالۍ کې یې دوه سلیزې پوره کړې، د مسابقې غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

دواړه ټیمونه به درې شل اووره سیالۍ هم وکړي.

XS
SM
MD
LG