د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۴

نورستان کې روغتیايي ستونزې؛ ناروغان: که دولت درمل نه شي راکولای، روغتون تړو


نورستان کې ناروغان د درمل نه نشتون څخه شکایت کوي
نورستان کې ناروغان د درمل نه نشتون څخه شکایت کوي

د نورستان یو شمېر اوسیدونکي وايي په دې ولایت کې د روغتیا په برخه کې یو شمېر ستونزې شته چې دوی ورسره لاس او ګرېوان دي.

دوی وايي، د یو کال په تېرېدو بیا هم نورستان کې د روغتیا برخه کې شته ستونزې نه دي حل شوي، نه یې روغتیايي مرکزونو کې درمل پوره شول او نه هم د روغتیا پالانو معاشونه په خپل وخت ورکړل شول .

له ډلې یې د دې ولایت د وانټ وایګل ولسوالۍ د وایګل کلي اوسیدونکی ۶۰ کلن قیام الدین وايي، له کلي تر روغتون يې څلور ساعته په پښو مزل کړی او ناروغ یې په شا را رسولی.

دی وايي: "ډاکټران وايي درمل نشته، کوم چې رالېږل کېږي، هغه هم کمزورې وي، یو یا دوه قلمه راشي او کله هم بلکل نه وي. ناروغان له غرونو او لېرې پرتو درو څخه د درملو په نیت راشي، دوه درې ورځې مزل وکړي، خو بیا یې هم درملنه نه کېږي، پېسې دوی نه لري چې ناروغ جلال اباد او اسعداباد ته ورسوي."

همدا راز د وانټ د کلي قومي مشر عبدالستار وايي، روغتیایي مرکز ته هره ورځ له لېرې- لېرې سیمو ناروغان راوړل کېږي، خو د درملو د نه موجودیت له امله بېرته ناهېلې ستنیږي: "دوا، کینول او پیچکارې ګانې نشته ان مقطرې اوبه هم نه لرو، ناروغان له لېرې لېرې درو راځي، څلور-پنځه کېلو متره مزل کوي، یا نهیلې ستنیږي او یا هم کونړ یا جلال اباد ته ځي."

د نورستان روغتون
د نورستان روغتون

قیام الدین خبرداری ورکوي، که يی په روغتون کې درمل پوره نه شي، نو دوی به کلنیک وتړي او ډاکټران به ترې بهر کړي: "که درمل نه وي، نو موږ اړ یو چې لاریون وکړو، شفاخانه وتړو، ډاکټران ترې وشړو، پر دوی څه کوو؟ چې دلته ناست وي."

د وانټ روغتون یو تن ډاکټر مطیع الرحمن وایي، درې میاشتې کېږي چې ورته درمل نه دي لېږل شوي او د درملو د نشتون سره دوی هره ورځ د ناروغانو او د هغوی د پایوازانو د سپکو سپورو سره مخ وي .

نوموړی زیاتوي: "په روغتون کې پاراسيټامول ګولۍ هم نه لرو، پنځه میاشتې کېږي چې معاشات نه دي راکړل شوي، د بستر ناروغانو ته د خوراک لپاره موږ له خپل جېبه مصرف کوو. امبولانس ولاړ دی. دواړه ټایرونه يې خراب دي. عاجل ناروغان راڅخه امبولانس غواړي چې په کې اسعداباد ته انتقال شي، د ناروغانو موږ سره جنګ وي چې موږ سره درمل نه وي، نو له کومه يې کړو؟ چې یو ډاکټر هره ورځ د پاراسیټامول ګولیو د یو پاکټ پر سر بې عزته شي، هغه مجبور دی چې دنده پرېږدي."

د هغه په خبره چې په نورستان کې ۴۲ روغتیايي مرکزونه دي چې په ټولو کې صحي کار کوونکي او ناروغان د ورته ستونزو سره لاس او ګریوان دي .

د یاد ولایت حکومتي مسولین وايي، د دوی د پرله پسې هڅو او غوښتنو سربېره بیا هم د ټول نورستان په روغتیایي مرکزونو کې د درملو د نشتون او صحي کارکوونکو ته د معاشونو د نه ورکړې ،ستونزه په خپل ځای پاتې ده .

د نورستان د والي مرستیالې مېرمن زاهده فیضان ازادي راډیوته وویل: "پرسونل ته کافي اندازه معاشونه نشته، دوا نه رسول کېږي. موږ څو ځله تر ولسمشرۍ ماڼۍ دغه ستونزې شرېکې کړي دي، خو تراوسه يې کومه مثبته نتېجه نه ده ورکړې، له مرکزي ادارو زموږ دا غوښتنه ده چې باید زر تر زره صحي کار کوونکو ته معاشونه ورکړي او روغتیايي مرکزونو ته درمل انتقال کړي، څو خلکو ته صحي اسانتیاوې برابرې شي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت څخه د یادې ستونزې د نه حلېدو د لاملونو په اړه ځواب تر لاسه کړي، خو په اړېکو نیولو بریالۍ نه شوه .

له دې وړاندې په روان لمرېز کال کې ازادي راډیو په نورستان کې د روغتیايي کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې او درملو نشتون په اړه ګڼ راپورونه جوړ کړي، هرځل ورسره د عامې روغتیا وزارت د یادې ستونزې د زر او څو ورځو کې د حل کولو ژمنه کړې ده، خو د یوه کال په تېرېدو لا هم ژمنې نه دي عملي شوي او د شته ستونزو له امله نورستانیان کړاونو ګالي .

XS
SM
MD
LG