د کېک بوکسینګ څلویښتم پړاو سیالۍ نن شنبه (د کب ۲۳مه) په هرات ولایت کې ترسره شوې.
د هرات د بدني روزنې ادارې سرپرست احمدجاوېد رسولي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه یو ورځنۍ سیالۍ د ولسوالیو د فعالو کلپونو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په کټګوریو کې ترسره شوې چې ١٠٠ لوبغاړو په کې ګډون کړی وو.
د ښاغلي رسولي په وینا، د دې سیالیو د ترسره کولو هدف د کېک بوکسینګ ورزش وده او په هرات ولایت کې به بنسټیزو پروژو څخه ملاتړ دی.